د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له درو هیوادونو سره د تاریاکو پر ضد مبارزه کوي



دوشنبې - د افغانستان، روسيې، پاکستان او تاجکستان رهبرانو په ګډه موافقه وکړه چې څلور واړه هېوادونه به د نشه يي موادو په وړاندې په مبارزه کې خپلې هڅې شريکوي.


د دغو هېوادونو مشرانو پرون د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې له افغانستانه د نشه يي موادو د قاچاق او په خپلو هېوادونو کې د دغو موادو د کارونې او خرڅلاو په وړاندې د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړې.

د روسيې د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې د ادارې مشر ويکتور ايوانوف وويل په دغو څلورو هېوادونو کې د نشه يي موادو د قاچاق د کمولو لپاره د ٥٠٠ مليونه ډالرو په اندازه مالي مرستې ته اړتيا لري.

بله خوا د افغانستان د نشه يي موادو په وړاندې د مبارزې وزير ضرار احمد مقبل وويل هغه نشه يي مواد چې په افغانستان کې توليدېږي په سلو کې ٩٧ يې له افغانستانه دباندې په ځانګړي ډول د سيمې په هېوادونو کې کارول کېږي، ده وويل د دغو موادو په وړاندې مبارزه يوازې د افغانانو په وس نه ده پوره:

((يو دليل چې دلته راغلي يو پيغام مو دا دى چې د تارياکو او مخدره موادو په وړاندې مبارزه يوازې د افغانانو له خوا ناشونې ده. د مخدره موادو مافيا، قاچاقوونکي او ځينې نور استخباراتي سيسټمونه [له دې درکه د لاسته راغلو] پيسو خاوندان دي. هېوادونه مسووليت لري د مخدره موادو د له منځه وړلو لپاره په ملي او نړيواله کچه کار وکړي.))

د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیر
د افغانستان د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیر
مقبل وويل په سيمه کې د مخدره موادو تقاضا د دې سبب شوې چې د دغو موادو عرضه هم زياته شي.

افغانستان د نړۍ په کچه زيات نشه يي مواد توليدوي. روسي چارواکي وخت ناوخت اندېښنه څرګندوي چې په افغانستان کې د توليد شويو مخدره موادو زياته برخه يې د هېواد له طريقه نورو اروپايي هېوادونو ته قاچاقېږي.

ملګري ملتونه وايي تېر ميلادي کال په افغانستان کې د ترياکو توليد تر ټولو لوړې درجې ته ورسېدل.

دغه اداره وايي، له ٢٠١٠ څخه تر ٢٠١١م کاله پورې د ترياکو توليد ٦١ فيصده زيات شوى و.
XS
SM
MD
LG