د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د بلور بيان د پاکستاني حکومت پاليسي نه ده"


د ريلوې وفاقي وزير غلام احمد بلور
د ريلوې وفاقي وزير غلام احمد بلور


احمد الله- مشال ريډيو

اسلام آباد:- د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوي خبرپاڼې له مخې دغه بيان د حکومت پاليسي نه ده او دغه فلم جوړونکې د سر قيمت لګول د ريلوې وفاقي وزير غلام احمد بلور ذاتي بيان دی.

د تېر خالي په ورځ په پېښور کې د رېلوې وفاقي وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ويلې ول چې که هر چا په امریکا کې د اسلام ستر پیغمبر په شان کې د سپکاوي فلم جوړونکی ووژلو نو دی به ورته یو لک ډالر انعام ورکړي.

پرون د اتوار په له ورځ مشال ريډيو سره په خبرو کې د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند سينټر زاهد خان هم د بلور څرګندونې د هغه ذاتي کړنه بللې او ویلي دي چې دا یې د ګوند دریځ نه دی.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د قانونې چارو کار پوه افتخار ګيلاني وايي، تر پاکستاني آيين لاندې چې يو وفاقي وزير څه هم ووايي، نو دا د هغه ذاتي بيان نشي کيدې او که حکومت وايي، چې دا د هغه ذاتي بيان دی نو بیا په کار ده چې له هغه استعفې واخیستل شي.

د نوموړي په خبره، ترڅو چې غلام احمد بلور په خپله څوکۍ ناست وي تر هاغې به د هغه څرګندونې حکومتي بيان ګڼل کيږي.

د سياسي چارو کار پوه منصور اکبر کنډي وايي،دا وخت په ملک کې يو جذباتې ماحول جوړ دې نو په داسې حالاتو کې غلام احمد بلور ته دغه ډول بيان ورکول پکار نه ووو ځکه چې په نړيواله کچه داسې بيانونه پاکستان او په خصوصي توګه پښتنو ته زيان رسوي.

XS
SM
MD
LG