د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د بې پیلوټه الوتکې برید، ۳ وژل شوي



میرامشا: د پاکستان پر قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو په برید کې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.


د مشال راډیو خبریال له وینا سره سم، دا حمله د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې شوې ده. بې پیلوټه الوتکې یو مشکوک موټر په نښه کړی دی.

شمالي وزیرستان د حقاني وسله والې ډلې مضبوط مرکز ګڼل کېږي. دا هغه ډله ده چې ورځې مخکې د امریکا حکومت د بهرني ترهګر سازمان په نوم ونوموله.

امریکا په بیا بیا پر پاکستان ټینګار کړی دی چې د حقاني وسله والې ډلې پر ضد عملیات وکړي خو پاکستان دریځ خپلوي چې پر یو وخت په ډېرو سیمو کې عملیات نه شي کولای.

پر حقاني وسله والې ډلې تور دی چې په افغانستان کې پر حکومت او بهرنیو پوځیانو او ودانیو په لویو بریدونو کې ککړه ده.

د بې پیلوټه الوتکو په حملو کې اکثر د حقاني وسله والې ډلې وسله وال په نښه کېږي چې په دې وروستیو کې د دې ډلې درېیم لوی مشر بدرالدین حقاني هم په یوه برید کې ووژل شو.

له دې سره، د بې پیلوټه الوتکو په حملې کې د القاعده وسله والې شبکې غړي او مشران هم په نښه شوي دي.
XS
SM
MD
LG