د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا د اسلام ضد فلم په کلکو ټکیو غندي


امريکا د اسلام ضد فلم په کلکو ټکیو غندي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:52 0:00

امريکا د اسلام ضد فلم په کلکو ټکیو غندي



په پاکستان کې د امریکا سفارت د ولسمشر بااراک اوباما یو ویډیويي پېغام خپر کړی چې په کې نوموړي د اسلام د ستر پيغمبرحضرت محمد(ص) په شان کې د سپکاوي فلم غندنه کړيده او وايي، او زیاتوي،چې امريکا د ټولو مذهبونو په احترام يقين لري.

ولسمشر باراک اوباما په خپل دغه ویډيو پيغام کې دا هم وویل، چې امريکا د یو خپلواک هیواد په توګه د جوړيدو له لومړۍ ورځې راهیسې د نړۍ د ټولو مذهبونو درناوﺉ او دهر ډول مذهبي سپکاوي غندنه کوي.

په دغه ویډيو کې د امريکا د بهرنیو چارو وزيرې ميرمن هيلري کلنټن پیغام خپور شوی دی چې په کې هغې د فلم غندنه کړې: ((زه په ډاګه ویل غواړم او هیله لرم چې دا خبره به څرګنده وي، چې د امريکا حکومت له دې ویډيو فلم سره هيڅ تعلق نه لري. موږ د ددې فلم مواد او پیغام له یوې مخې ردوو. امریکا ملت د خپل بنسټ او جوړښت د اېښودو له لومړۍ ورځې راهیسې مذهبي زغم او برداښت ته ژمنه ده))

د يادونې وړده چې په دې وروستو کې په امریکا کې د حضرت محمد (ص) په شان کې د سپکاوي په اړه خپاره شوي فلم د پاکستان په ګډون د درستي نړۍ مسلمانان په احتجاج راپارولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG