د لاسرسي ځای

تازه خبر

"مذهبي و سیاسي ګوندونه له مظاهرو سیاسي ګټه اخلي"




ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــــــ که څه هم د پاکستان حکومت او يو شمير مذهبي او سياسي ګوندونو مشرانو د جمعي ورځ د هغه فلم پرضد د احتجاج په توګه د نماځلو اعلان وکړو چې ويل کيږي اسلام ته په کې سپکاوی شوی خو زياتره کارپوهان ګومان کوي چې د دې مظاهرو او د احتجاج مقصد سياسي ګتې ترلاسه کول دي.

په اسلام اباد کې کارپوه اېمل خټک وايي، بې له شکه د اسلام ضد فلم د مسلمانانو جذبات مجروح کړي خو په پاکستان کې مذهبي او سياسي ګوندونه دا مظاهرې د خپلو سياسي مقصدونو لپاره کاروي ځکه چې ټاکنو ته لږ وخت پاته دی.

دی زياتوی ((په پاکستان کې اليکشن راروان دی، نو دې اليکشن ته نظر ساتلو لپاره به ځينې سياسي قوتونه ضرور دا کوښښ کوی چې دوی ته يوه موقع په لاس ورغلې، ولس ته ځان ورسوي. په خپلو ويناګانو کې سياسي مشران نه يواځې د دغه پيښي غندنه وکړي بلکې د خپلو سياسي مخاليفينو سره هم پکې حساب کتاب وکړي.))

د دغه فلم پرضد اسلامي نړۍ کې هم مظاهرې شوې، زياتره مظاهرو خونړي شکل اختيار کړی وو. په ليبيا کې د امريکا سفير د مظاهرو ښکار شو، همداراز په پاکستان کې طالب علمانو او د نورو ګوندونو مظاهرچېانو د خلکو املاکو، ګاډو او د ميډيا ودانو ته زيان رسولي دی.

د پيښور پوهتون مشر ډاکټر قبله اياز مشال راډيو سره په خبرو کې وايي چې په مهذهب طريقه احتجاج کول د خلکو حق دی خو تشدد غير اسلامي دي.

دی زياتوی ((پکار ده چې مظاهری په باوقاره طريقي سره وشي، او د خپل خفګان څرګندونه وشي، دا خو ښه خبره ده، البته په دې کې پر سفارتکارانو باندې حملي او ودانو ته زيان رسول، د اسلامی اقدار و له مخې هیڅ اجازه نه لري، دا يو غير شرعي او غیراسلامي کار دی، په اسلام کې د دې هيڅ ځای نشته.))

د کارپوه ايمل خټک په وينا نه خو په پاکستان کې دغه فلم جوړ شوی او نه هم پکې د پاکستان خلکو کار کړي، نو عام خلک ځورول او د دوی کاروبارونو ته زيان رسول ناسم کار دی. دی زياتوي د پاکستان مظلوم ولس جذبات په قصدن راپارول کيږي چې خپل مقصدونه ترې ترلاسه کړي.

دی وايي ((په دې پيښو کې په ځينو ځاينو کې کوښښ دا روان دی چې دغه جذبات دې د خپلو سياسي مقصدونو لپاره استعمال کړل شي. نو زياتره خلک په دې نه پوهيږي هغوی وايي، دا يو احتجاج دی او احتجاج د دوی حق دی، خو دننه بيا خلک خپلې سياسي ايجنډې پرمخ بوځي.))

لبه مشال راډيو سره په خبرو کې کارپوهان نظر لري چې په موجوده نازکو حالاتو کې بايد سياسي او مذهبي ګوندونه خپلې سياسي موخې يو خوا ته کيږدي او د ولس له جذباتو سره لوبې ونکړي ځکه چې په دې کار سره به يوازي ولس ته زيان رسيږي.

XS
SM
MD
LG