د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت د لسو ولایتونو والیان بدل کړل


افغان حکومت د ولسمشر حامد کرزي په امر ددغه هېواد ۱۰ والیان تبدیل کړي دي.

په پلازمېنه کابل کې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند رفیع فردوس د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د لسو ولایتونو په والیانو کې بدلون راغلی، چې په دوی کې شپږ نوي والیان او څلور نور هغه کسان دي، چې له یوه ولایت څخه بل ته تبدیل شوي دي:

"عبدالجبار تقوا د کابل د والي په توګه تورن جنرال احمد فیصل بیګزاد د تخار د والي په توګه جنرال محمد نعیم بلوچ د هلمند د والي په توګه سلطان محمد عبادي د بغلان د والي په توګه ډاکتر محمد الله بتاش د فاریاب د والي په توګه
عبدالمجید د میدان وردګ د والي په توګه او محمد سرور ثبات د نیمروز د واليانو په توګه ټاکل شوي دي."

ښاغلي فردوس زیاته کړه، چې فضل لله مجددي د لغمان، محمد اقبال عزیزي د لوګر او طاهرخان صبرۍ د بادغیس د والي په توګه ټاکل شوي دي.

د شپږو لرې شوو والیانو له ډلې څخه یوازې د بغلان والي منشي عبدالمجید د ولسمشر د ټولنیزو چارو د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی او د پنځو نورو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.

بل لورته یو شمېر افغان کتونکي دغه بدلون ګټور نه بولي او وایي، دا هغه تکراري څیرې دي، چې له تیرې یو لسیزې راهیسې له یوې ادارې څخه بلې ته تبدیلیږي.

سیاسي کتونکی وحید مژده وايي، چې په دې حکومت کې داسې والیان هم شته، چې نړېواله ټولنه یې ملاتړ کوي او لرې کولو ته یې د حکومت وس نه رسیږي.

خو د جمهوري ریاست د چارو اداره وایي، چې په دې بدلون کې یې له پوره دقته او غوره کار اخیستی او په راتلونکې کې به په ځینې نور ناکاره والیان هم له دندو لرې کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي شااوخوا دوه میاشتې وړاندې په حکومت کې د ژورو اصلاحاتو د رامنځ ته کولو په مقصد یو ګڼ ماده يي فرمان صادر کړ، چې د والیانو د فعالیتونو ارزونه هم په کې شامله وه.

XS
SM
MD
LG