د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني :د موټرو ټکر کې تر ۵۰ زيات کسان ووژل شول





په غزني ولايت کې په مسافرو يو ډک موټر د تېلو له يو ټانکر سره ټرکر کړی دی چې له امله يې تر اوسه پورې چارواکي تر پېنځوس زيات کسان مړه ښيي او پنځه ژوبل دي. ويل کېږي چې تر ټکر وروسته په دواړو موټرو کې اور لګېدلی دی.

پېښه نن سهار د غزني ولايت په اوبند ولسوالۍ کې شوې ده .

چارواکي وايي له کندهاره د احمدشاه بابا د شرکت را روان يو درې سوه درې ډوله موټر د اوبند ولسوالۍ په شينډډ سيمه کې د تېلو له يو ټانکر سره ټکر کړی دی. چې وروسته بيا په دواړو موټر کې اور هم لګېدلی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، چې تر اوسه پورې په پېښه کې تر پېنځوس زيات مسافر مړه شوي دي.

دی وايي د پېښې ځای له غزني ښار څخه ليري دی او پر وخت څوک د مرستې له پاره نه دي ور رسېدلي.

(( تر اوسه پورې چې موږ مالومات تر لاسه کړي دي. د احمدشاه بابا د شرکت يو بس چې له کندهاره کابل ته روان وو د اوبند ولسوالۍ په شنډډ سيمه کې د تېلو له يو ټانکر سره ټکر شوی چې پکې تر اوسه پورې د درې سوه درې موټر پېنځوس تنه مسافرو او يو د ټانکر چلوونکي ژوند له لاسه ورکړی دی. دا مهال د پېښې ځای ته چارواکي تللي او د پېښې په اړه نور جزيات به د هغوی تر راستنېدو وروسته مالوم شي. ))

بله خوا بيا د غزني د ملکي روغتون رييس باز محمد همت وايي، چې تر اوسه پورې د دوی روغتون ته د پېښې له ځایه ايله دوه تنه تنه ور وړل شوي دي چې روغتيايي حالت يې ښه دی.

څه موده وړاندې د غزني په اسفنده سيمه کې د مسافرو يو درې سوه درې ډوله موټر د سړک غاړې پر یو ښخ شوي ماين ورختلی وو چې پکې تر شلو زيات کسان مړه او ټپيان شوي وو.

دې ته ورته بيا شا و خوا دوې مياشتې وړاندې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې يو بل درې سوه درې موټر په ماين ختلی وو چې تر څلوېښتو زيات کسان په کې مړه او ټپيان شوي وو.

سید شاه سقیم - مشال راډیو غزني

XS
SM
MD
LG