د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا پر سفارت بریدګر به عدالت ته راکاږو.اوباما


د امریکا ولسمشر باراک اوباما
د امریکا ولسمشر باراک اوباما


وسله والو د سېشنبې په ورځ د لیبیا په ختیځ ښار بنغازی کي د امریکا په قونسلګرۍ حمله وکړه، د لیبیا لپاره د امریکا سفير او دري نور کارکوونکي پکې ووژل شول. له دې وړاندې د مصر په مرکز قاهره کې هم قهرجن مظاهره کوونکي د امریکا د سفارت مخې ته راټول شوي ول او د هغه فلم پر ضد یې اعتراض کاوه چې د اسلام ستر پیغمبر ته پکې سپکاوی شوی.

د امریکا متحده ایالاتو د بنغازي د حملې په ځواب کې لیبیا ته دوه جنګې بېړۍ او پنځوس تنه سمندري عسکر استولي دي.

امریکایي ځواکونه د دې لپاره لیبیا ته استول شوي چې د دې هیواد په مرکز طرابلس کې د امریکا دسفارت امنیت وساتې. په بنغازې کې د امریکا په قونسلګرۍ د سېشنبې د ورځې له حملې وروسته په طرابلس کې د امریکا له سفارت او دغه راز بنغازي څخه امریکایي مامورین ایستل شوې او یوازې ډېر ضرورې او د عاجلو چارو لپاره یو محدود شمېر کارکوونکې پکي پاته دي.

په عین حال کې د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د مصر او لیبیا په مشرانو غږ کړی چې د امنیتي همکارۍ په اړه دې خبرې وکړي. په لومړینو راپورونو کي ویل شوې په لیبیا کې د امریکا سفېر کریستوفر سټیونز او درې نور کارکوونکي د هغو قهرجنو کسانو په حمله کې وژل شوي چې د یوه فلم په خپریدو یې اعتراض کاوه.

خو واشنګټن دا مهال څېړنه کوي چې آیا دا د القاعده شبکې او یا ددې شبکې د خواخوږو او ملاتړو له خوا یو جوړ شوی پلان و چې د سپتمبر د ۱۱ مې تروریستې حملو د کالیزې په مناسبت یې دا حمله تنظیم کړې وه او که څنګه؟. ولسمشر اوباما وایي، د حملې ککړ کسان به عدالت ته ودروي.

ده دا هم وویل چې په بنغازې کې د امریکا د قونسلګرۍ حمله به د واشنګټن او طرابلس تر منځ ژمنې ماتې نکړي:

“د امریکا متحده ایالات په ډېرو سختو ټکیو دا ظالمانه او ټکان ورکوونکې حمله غندي. موږ د خپلو ډپلوماتانو د امنیت په مقصد د لیبیا له حکومت سره کار کوو. ما دغه راز خپلې ادارې ته امر کړی چې په ټوله نړۍ کې زموږ په ډپلوماټيکې ځایونو کې امنیت ټینګ کړی. اشتباه باید ونشي، موږ به د لیبیا له حکومت سره کار وکړو او هغه کسان به عدالت ته ودرو چې زموږ په خلکو یې حمله کړیده”.

د روسییې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاورو وایي، د امریکایي ډپلوماټانو په غمژنې وژنه یي ټکان خوړلی.

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر باراک اوباما او افغان ولسمشر حامد کرزي په ټيلفوني خبرو کې، امریکایي او افغان ځواکونو ته د لیبیا او مصر له شخړو څخه د راپیداشوي حالت د ګواښونو د له منځه وړلو په اړه د ګډ کار په اهمیت بحث وکړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG