د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر: په دوو پيښو کې اته تنه ووژل شول دوه ژوبل




د خیبر پولیټیکل چارواکي وايي چې نن سحر د خیبر په لرې پرته سیمه توره ویله ذخه خیل کې پر یو ګاډي ریموټ کنټرول بمی چاودنه کې پینځه کسان وژل شوی دی.

دوی وايي دغه کسان د توحید اسلام ډلې ملګري وو. ددغه چاودنې پړه لا کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. یاده دې وي چې په دې سیمه کې توحیدالاسلام ډله د حکومت په ملاتړ د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد مذاحمت کوي. او بل ته یې درنه مرګژوبله هم اړولې ده.

همداراز د خیبر سرکاري چارواکي وايي چې تیره شپه د باړې په اکاخیلو سیمه کښې په یو کور باندې د مارټر ګولۍ د راپریوتو په نتیجه کښې درې کسان وژل شوي دی او دوه پکې ژوبل دی. په وژل شويو کې یوه ښځه او دوه ماشومان دي. او کور ته یې زیان اوښتی دی.

یاده دې وي چې له تېرې ډېرې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسله والې ډلې پر ضد د پاکستاني پوځ عملیات روان دي. د باړې ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دغه نښتو له امله په بیا بیا ولسي وګړي هم په نښه کېږي. او دوی له له سختو اندېښنو سره مخامخ کړي دي. په باړه سیمه کې د توپو ګولو د راپرزېدو په باب یو ځايي اوسېدونکی مشال راډیو ته وايي:

(( دومره خطرناکه ګولې را اورېږي، دا پته نشته چې له کومه لوري راځي. او د ورځې پینځوستو شپېته ګولې لګېږي. او ځینې داسې وي چې پر یو کور ولګېږي هر څه ورسره اوچت کړي.)

د باړې تحصیل د اوسېدونکو په وینا په دې سیمه کې اوس هم ټول بازارونه، تعلیمي ادارې او روغتونونه تړلي پراته دي. او د بدامنۍ له وجې ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې ترې بار کړې دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې یو این اېچ سي آر له مخې له باړې نه د بې کوره شویو خلکو شمېره درو لکو ته رسېدلې ده. چې دا مهال یې ډېری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې ژوند کوي.


فرهاد شینواری - خیبر اېجنسۍ - مشال راډيو

XS
SM
MD
LG