د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په خلکو کې د ترهګرۍ ضد شعور باید پراخ کړل شي"


د پېښْور بمي چاودنې یو ژوبل تن په روغتون کې
د پېښْور بمي چاودنې یو ژوبل تن په روغتون کې



د پاکستان حکومت وايي چې په ملک کې يي د ترهګرو نيټ ورک مات کړيدې خو ترهګري د يو سوچ يو فکر نوم دې او دي د خاتمې لپاره کوششونه کوؤ.

بيګا د اسلام آباد په يو مقامې هوټل کې يو غير سرکاري تنظيم ډائيلاګ په ملک کې ترهګري، د دي وجوهات او د دي مخنيوي عنوان سره د يو سيمنار تابيا کړي وه، سيمنار ته خپلې وينا کې د اطلاعاتو او نشرياتو وفاقې وزير قمر زمان کائره وويل چې ٢٠٠١م کال کې په ورلډ ټريډ سنټر د حملو ورستو په ټوله نړۍ او خصوصا په پاکستان کې ترهګري زياته شوه خو د حکومت د ښو پاليسو له وجې یې تر ډيره حده په ترهګري قابو وموندله،

له مشال ريډيو سره خبرو کې وفاقې وزير وویل، (( په پاکستان کې اوس ترهګري په کميدو ده خو بيا هم ترهګري د يو سوچ او يو فکر نوم دې او موږ له په ګډه سره د دې د خاتمې لپاره کار کول دي او نړيواله ټولنه دې هم په دي لړ کې زموږ مرسته وکړي چې له دې وطنه د ترهګرۍ جرړې د تل لپاره ختمې کړو.))

د سيمنار پحقله د ډائيلاګ تنظيم جنرل سيکترفضل الله مشال ريډيو ته وويل چې ترهګري نن سبا بين الاقوامې او عالمګير مسئله جوړه شويده چې له وجې یې خلک په دوو برخو کې تقسيم شويدي ځنې خلق ترهګري د يو خاص مذهب او جغرافییې سره تړي او ځینې ځايونو کې دا د يو خاص ملک او د هغې له پوځ سره تړل کيږي نو ده دي تضاداتو په وجه خلک د ترهګري د اصل وجوهاتو نه ناخبره دي او د سيمنار مقصد هم دا دی چې خلک د ترهګرۍ له وجوهاتو خبر کړل شي.

د غير سرکاري تنظيم سوله او تعلیم ( پيس اينډ ايجوکيشن فاونډيشن) مشر ډاکټر سيد اظهر حسين د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې په ملک کې د ترهګرۍ په واقعاتو کې اضافه کيږي او د دې مخنيوی څنګه ممکن دی وویل:( په پاکستان کې د پوځ سوچ د جمهوري حکومت له سوچه بدل دې او په ځینو وختونو کې زموږ پوځ د هاغه تنظيمونو سره مرستې کوي چې جمهوري حکومت يي ورسره نه کول غواړي بله غټه وجه دا ده چې زموږ په ملک کې ملايان په دوه ډلو کې تقسيم شوي دي چې له وجې خلک د تذبذب ښکار دي. له دې علاوه په ملک کې بي روزګاري او غربت زيات دی او خلکو ته انصاف هم نه ملاويږي نو زه ګڼم چې دا او داسې نورو وجوهاتو له وجې په ملک کې په ترهګرۍ کې اضافه کيږې)

ډاکټر سيد اظهر حسين وويل که حکومت غواړي چې په ملک کې د ترهګرۍ روانې لړۍ د درولو لپاره په فوري توګه يوه داسې اداره جوړول په کار ده چې هغوی په ټول ملک کې د ترهګرۍ پر ضد په خلکو کې اګاهې پیدا کړي.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام اباد

XS
SM
MD
LG