د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند و پاکستان وګړو ته د ویزې اسانتیاوې برابروي


ریاض موساخېل

اسلام اباد - هند و پاکستان سره سلا شوي دي چې د ویزو په ورکولو کې به اسانتیاوې ورکوي.


په دې ترځ کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کرشنا او حنا رباني کر یو تړون هم لاسلیک کړی دی چې له مخې یې هنرمندان، کاروباریان، خبریالان او داسې نور نومیالي کسان به په اسانۍ اوس ویزه تر لاسه کولای شي.

تر دې مخکې، د هندوستان د بهرنیو چارو وزير ايس ايم کرشنا په اسلام اباد کې له ولسمشر آصف علي زرداري او وزيراعظم راجه پرويز اشرف سره لېده کاته کړي.

د ولسمشر د دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، تېرما ښام له هندي وزيرخارجه سره په ملاقات کې، ولسمشر آصف علي زرداري وړانديز کړی چې د هند او پاکستان کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتي ادارو ته داسې یو میکانیزم جوړول پکار دي چې ترمخه یې د ترهه ګرۍ مخه ونيول شي.

بل پلو ، د هند د بهرنېو چارو وزير ایس ایم کرشنا ويلي ، د پاکستان او هند ترمینځه په اړيکو کې پرمختګ روان دی او په دی کې لړ کې هغوي ډير څه کولو ته چمتو دي .

دسکرترانو په کچ په شویو پرونیو خبرو کې ددواړو هیوادونو وګړو ته داتو قسمو ویزو په ورکولو کې د اسانتیاوو په ورکولو هم خبرې شوي دي.

کرشنا د درې ورځني سفر په ترځ کې په اسلام اباد کې دی.
XS
SM
MD
LG