د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلدیاتي نظام: له سېند حکومته څلور ګوندونه جلا شول


په کراچۍ کې پخوانی تاو تریخوالی هم زیاتره سیاسي وو او شنونکي وايي، اوس هم ښايي تاو تریخوالی پیل شي
په کراچۍ کې پخوانی تاو تریخوالی هم زیاتره سیاسي وو او شنونکي وايي، اوس هم ښايي تاو تریخوالی پیل شي
ظفر کریمي

کراچۍ - د پاکستان په سېند صوبه کې د نوي بلدیاتي نظام په اړه د حکمنامې تر جاري کېدو وروسته په یاده صوبه او مرکز کې د پیپلز پارټې څلورو اتحادي ګوندونو له سېند حکومته د جدا کیدو اعلان کړی دی په دغو ګوندونو کې د عوامي نیشنل ګوند ،مسلم لیګ فنکشنل، نیشنل پیپلز ګوند، او مسلم لیګ ق ډلې شاملې دي .


د یادو ګوندونو په سېند حکومت شاملو وزیرانو د جمعې په ورځ خپلې استعفا ګانې د سېند صوبې اعلا وزیر سید قایم علي شاه په دفتر کې جمع کړي دي.

په سېند صوبه کې د نوي بلدیاتي نظام په ضد تر ټولو وړومبۍ استعفا د عوامي نینشل ګوند وزیر امیر نواب خان جمع کړې ده.

امیر نواب خان په دې اړه وایي:

((موږ هیڅ نه خو د حکومت د بلیک مېلولو کولو کوشش کړی دی او نه مو د ذاتي مفادو له پاره کله حکومت استعمال کړی دی. موږ تل د اصولو سیاست کړی دی، موږ د کرسۍ سیاست کله هم نه دې کړې. اوس چونکې زموږ اعلا قیادت فیصله وکړه او ماته امر وشو نو ما د پارټۍ امانت حکومت ته وسپاره. زما له خوا استعفا ده او ما پرون [جمعې په ورځ] دغه استعفی وزیراعلا ته [ورکړې] ده.))

بلې خوا د سېندي قام پرستو ګوندونو د سېند یونایټید پارټي د مشر جلال محمود شاه په مشرۍ کې د نوي بلدیاتي نظام په ضد د روانې میاشتې په ۱۳ نېټه د سېند په ټوله صوبه کې کاربندیز اعلان کړی دی.

بلې خوا د ایم کیو ایم ډلې مشر الطاف حسېن په خپل یو بیان کې په عوامي نیشنل ګوند سختې نیوکي کړي او ویلي یې دي چې د نوي بلدیاتي نظام مخالفت کوونکي د شیطاني قوتونو تنخا دار دي.

الطاف حسین په خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د بلدیاتي نظام په اړه د جاري شوي ارډینینس د دفاع له پاره دې هر وخت په ذهني توګه تیار اوسي.

څېړونکي وایي پیپلز ګوند که د نوي بلدیاتي نظام په راوړلو سره یو اتحادي ګوند پخلا کړی دی نو د دې ترڅنګ یې هغه ګوندونه خپه کړي چې په مشکلو وختونو کې د حکومت ستونزو ته اوږه ورکړې وه.

د سیاسي چارو کارپوه توصیف احمد خان وایي، په داسې وخت کې چې ټولټاکنې نېژدې دي د اتحادیانو خپه کېدل به پیپلز ګوند له ستونزو سره مخامخ کړي.

((په سېند صوبه کې حالات د سخت خرابوالي پر لوري روان دي . او لکه څنګه چې فکر کېده چې پیپلز پارټي به تر ټولټاکنو مخکې له ستونزو ووځي، هغه ستونزې لا پسې زیاتې شوې. اصل خبره دا ده چې پرته له بلدیاتي نظامه د ولس ستونزې نه حل کېږي خو لکه څنګه چې پیپلز پارټي او ایم کیو ایم په ګډ ارډینینس راوړلو سلا شول نو پکار وه چې پاتې دا نور اتحادیان یې هم په یوه خبره سره راټول کړی وې. که ولسمشر زرداري اوسنی صورتحال قابو کې را نه وړي نو په سېند صوبه کې زه د لساني فساداتو وېره محسوسوم.))

د توصیف احمد خان په خبره، د سېندي ملتپالو ګوندونو له خوا د نوي بلدیاتي نظام د مخالفت ډېر اغېز به پر داخلي سېند وشي او د عوامي نیشنل ګوند له خوا د دغه ارډینینس د مخالفت اثر به دکراچۍ په ښار وشي .
XS
SM
MD
LG