د لاسرسي ځای

تازه خبر

تره ګر او رخنه ګر باید هرځای وکوټل شي. میا افتخار


د پېښور د ګل ورځې چاودنې ګڼو ودانیو، دفترونو، ګاړو او د بجلۍ ستنو او ټرانسفرمرو ته زیان واوړولی
د پېښور د ګل ورځې چاودنې ګڼو ودانیو، دفترونو، ګاړو او د بجلۍ ستنو او ټرانسفرمرو ته زیان واوړولی




غلام غوث پېښور

د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې د امريکایي سفارتخانې په یو ګاړي د ګل په ورځ د شوي بريد سخته غندنه کړې چې په کې د امریکایي کونسلګرۍ د دوو چارواکو په ګډون ۱۹ تنه ټپیان دي.

ددغه پېښې په اړه صوبايي اسمبلۍ ته په خپلو څرګندونو کې د اطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين وویل،” دا د ترهګرو کړنګلاره ده، چې په جوماتو، او بازارونو کې بمونه والوزوي، سکولونه ړنک کړي او بې ګناه خلک ووژني.

پر سفارتکارانو د برید موخه په نړیواله کچه د ملک بدنامي ده، د نوموړي په خبره پر سفارتکارانو د بریدونو د مخنیوي لپاره دوی یوه داسې تګلاره جوړه کړې وه چې ټول سفارتکاران په یوه سیمه کې مېشت کړل شي، او هم په هاغه یوه ځای کې خپلې سفارتخانې پرانیزي. خو د عدالتي مقدمو له وجې دغه عمل د ځنډ ښکار شوی دی.

میا افتخار حسین وویل ،چې د پېښور وروستۍ چاودنه ښايي په شمالي وزيرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد د ممکنه پوځي عملیاتو د افواګانو غبرګون وي، چې لا تر دې دمه یې فیصله نه ده شوې. خو هغه زیاته کړه چې ترهګر په کوم ځای کې وي، هغه که په وزیرستان کې وي او یا هم د نړۍ په یو بل ځای کې باید پر وړاندې یې باید لاس پورته کړل شي. دده په خبره دوی د ترهګرۍ پر ضد دي او د ترهګرو په خلاف باید کوټلي او منظم ګامونه پورته کړل شي.

د ګل په ورځ د یونیورسیټي ټاون په چنار سړک د امریکايي کونسلګرۍ پر یو ګاړي د بمي برید له وجې د یو شمېر نړیوالو ادارو او غیر دولتي ادارو دفترونو نه هم ډېر سخت زیان رسېدلی دی، اود ځینو نړیوالو ادارو ورځني کارونه یې ځنډني کړي دي.

XS
SM
MD
LG