د لاسرسي ځای

تازه خبر

"اوباما د کار نه دی"،"رومني تېره پېړۍ کې اوسي"


د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د ریپبلیکن ګوند د ولسمشرۍ امېدوار مېټ رومني
د امریکا ولسمشر باراک اوباما او د ریپبلیکن ګوند د ولسمشرۍ امېدوار مېټ رومني

ايسوسيټيډ پريس اژانس ليکي د امريکا ډيموکرېټ ګوند درې ورځني کنونشن په نارت کېرولينا رياست شارلويټي ښار کې نن کيږي.



ايسوسيټيډ پريس اژانس ليکي د امريکا ډيموکرېټ ګوند درې ورځني کنونشن په نارت کېرولينا رياست شارلويټي ښار کې نن کيږي. ډيموکريټ ګوند به د امريکا صداراتي کانديد لپاره ولسمشر باراک اوباما ټاکي، چې د رپبليکن ګوند ميټ رومني سره به په مقابل کې وي. د خبري اژانس په وينا امريکا له تير پنځوس کالو راهیسې په لومړي ځل په سياسی توګه ډېره زياته تقسيم شوېده.

اژانس ليکي په ډيموکريت قامي کنونشن کې به ښاغلي اوباما او د دغه ګوند غړي به د ميت رومني د هغه دليلونو ځواب ورکوي چې ولسمشر اوباما د هيواد په واکمنۍ کې ناکامه شوی، هيواد يې تر پورونو لاندي کړی او د اقتصاد په اړه څه اميدونه نه لري.

اژانس ليکي ولسمشر اوباما د تير نهي په ورځ د ډيموکرېټ ګوند لپاره اېجنډا هم برابر ه کړه. نوموړي په ميټ رومني د نيوکو پر مهال په خپلو څرګندونو کې وویل چې د هغه انتخابي منشور د تېرې پېړۍ لپاره لیکل شوی دی.

اوباما يو ايس ای ټو ډې ورځپاڼې سره په یو مرکه کې ويلي ول، چې رپبليکن ګوند خپل کمپاين د يو خيالی اوباما چاپير چلوي او د هغه خبرو غلط مطلبونه اخلي.

د ډيموکرېت ګوند د کنونشن پر مهال اوباما د ازاک توپان ځپلو سيمو دوره کړي او ويلي چې په داسي حالاتو کې نه څوک ډيموکريت او نه هم رپبليکن دي، بلکې دوی امريکايان دی او له يو بل سره د مرستو په تمه دي.

خبري اژانس ليکې چې زياتره امريکانيان اوس هم پخوانۍ ولسمشر جارج ډبليو بش د هيواد اقتصادي ستونزو د شورو کيدو ذمه وار ګڼي او اوس په دې وېشلي دي چې کوم غوره کانديد به د هيواد اقتصاد سم کړي.

خبري اژانس ليکي ميت رومنی د کمپاين پر مهال ولسمشر اوباما يو ښه سړی بللی خو ويلي دي چې د حالاتو ښه کولو نه دی.

خبري اژانس د يو نظر پوښتني حواله ورکړي چې زياتره امريکانيان ميت رومنی يو غوره کانديد ګڼي چې د هيواد اقتصاد به په ښه توګه سمبال کړي. بيا زياتره امريکايان نظر لري چې ولسشمر د عام ولس په ستونزو زيات پوه دي.

خبري اژانس ليکي د امريکا صدارتي ټاکنو تاريخ کې دا به يوه تر ټولو سخته مقابله وي.

ژباړه: ګل آیاز

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG