د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر اتو پاکستانیانو بندیز ولګاوه


امریکې پر اتو پاکستانیانو چې له لشکر طیبه سره تړاو لري د بندیز لګولو اعلان کړی دی. په دوی کې یو د ممبۍ د دوه زره اتم کال د تروریستي پېښو تر شا په لاس درلودلو تورن پیژندل شوی دی.

دامریکا خزانې وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د لشکر طیبه په دغو غړو تور دی چې د ترهګرۍ د ودې لپاره کمپاین چلوي، اقتصادي مرستې چمتو کوي او لوژیستیک ملاتړ یې کوي.

په دغو اتو کسانو کې د لشکر جنګوي یو مشر ساجد میر هم شامل دی چې د امریکا د خزانې د وزارت په وینا د ممبۍ د دوه زره اتم کال د ترهګرۍ د پېښو اداره کونکی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG