د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قلم او ټوپک سیالي




خدای نور ناصر مشال راډيو

د کوټې په تر ټولو مشهوره جناح سړک باندې د وسلې يو شمیر دوکانونه دي. خو یو هم داسې له وسلې ډک دوکان ته مخامخ د کتابونه يو دوکان شته. د وسلې د دوکان مالک وايي: د ورځې په زرهاو پاکستانۍ روپۍ ګټي، خو د کتابونو له دوکان څخه په ټوله ورځ د سلهاو پاکستانیو کتابونه هم څوک نه اخلي.

له دې سره چې په دې وروستیو کې په کوټه کې د وسلې دوکانونه زیات شوي، او تر بل هر وخت زیات ددې ښار وګړي وسله اخلي. نو هلته د همدې وسلې په مارکیټ کې د کتابونه هم يو پلورنځی شتون لري. ددې مارکيت دوه دوکانونه چې ورونه يې يوه بل ته سره بالکل مخامخ دي، په يوه دوکان کې ګيراک د وسلې د اخیستو لپاره ننوځي، نو مخامخ دوکان ته يې بیا د کتاب مینه وال ددې لپاره ځي، چې کتاب واخلي. خو ددې ګیراکانو تر منځ توپير بیخي زیات دی. د وسلې په دې دوکان کې مي له يوه داسې کس څخه وپوښتل، چې د وسلې د اخیستو لپاره راغلی وو.

؛ دا چې دی، د حالاتو له وجې راغلي يو دلته چې وسله واخلو. زه خپله د يوه توپنچه اخلم. چې پنځه شپېته زره روپۍ يې رابیه کړې ده. حالات تاسو ته ښه معلوم دي، چې څومره خراب دي، هیڅ يو کس خوندي نه دی. حکومت خلکو ته تحفظ نشي ورکولای، نو خلک اوس پخپله د ځان او مال د حفاظت لپاره هم په کورونو کې وسله ږدي، هم په دوکانو کې او هم يې له ځان سره ګرزوي؛

د وسلې په دې دوکان کې څلور تنه ولاړ وو، چې هر یو پخپله خوښه د بیل بیل وسلو په اخیستو بوخت وو. خو د کتابونو په دوکان کې يواځې دوکاندار ناست وو. دا دوکاندار محمد نعیم ازاد نومېږي، چې د خپل دوکان او د ته د مخامخ دوکان حال يې په دې ټکيو کې راکړ

؛ ولا دلته په دوکان کې خو زه ناست یم، مخامخ راته د وسلې دوکان دی. له هغه سره په څنګ بیخي زیات د وسلې نور دوکانونه هم شته. او دغه رجحان بیخي ډېر شوی دی. نو موږ هم دلته دغه دوکان ځکه را یستلی دی، او نیت مو دغه دی، چې په پښتني ټولنه کې د کتاب مینه وال ډېر شي. خو بیا هم زه وینم که د وسلې لپاره په ورځ کې لس کسان راځي، نو د کتاب د اخیستو لپاره يو نیم کس راځي. خو بیا هم هغه راتګ يې څه ټپلی وي؛

د نعیم ازاد په خبره په څومره وخت کې چې د وسلې لپاره لس تنه راځي، نو په همدومره وخت کې د کتاب لپاره يواځې يو نیم تن راځي. دې ته ورته خبره د وسلې د دوکان مالک کوي. چې وايي: د ورځې يې له لسو تر پنځلس زره پاکستانيو پورې يواځې منافع یا ګټه وي، خو د دې په مقابله کې د کتابونو د دوکان مالک وايي: زر یا پنځلس سوه کلدارې يې د ټولي ورځي سودا وي. د وسلې د دوکان مالک چې نه يې غوښتل خپل نوم واخلي، په خپلو خبرو کې زیاته کړه

؛ زما په فکر څومره خلک چې موږ ته د وسلې اخیستو لپاره راځي، هغومره زموږ مخامخ ددې کتابو دوکان ته نه راځي. مانا څومره چې رش کش په وسلې وي، هغومره په کتابو نشته؛

پوښتنه لاهم هغه ده، چې د کوټې وګړي ولې د کتاب په مقابله کې پر وسلو زیاتې پيسې خرڅوي. همدا پوښتنه مي د لیکوال او ژورنالیسټ جعفر ودان مخې ته کښېښوده

؛ د کتاب او ټوپک تقابلي جایزه که موږ وګورو. نو دا ویلی شو، چېري چې ریاست وګړيو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه وي، نو هلته بیا ولس پخپله د خپل ځان حفاظت کوي. که څه هم پښتانه د امن نارې وهي، او وايي چې ؛

و خدایه! تور ټوپک زموږ له اوږو کې دومره لري
چې څومره ده دا مځکه له اسمانه څخه لـــــــــــــــري

خو دلته چې څنګه چاپيریال دی یا حالات دي، او یا چېري چې د يوه ریاست د ټولې بودیجې اتیا فیصده يواځې دې ته مختص وي، چې په دې زه وسله واخلم. او له خپلو ګاونډیانو څخه ځان وژغورم. نو دا د ځان ژغورل چې دي. دا له لوړه رانیولې تر يوه عام وګړي پوري شته؛

د جعفر ودان خبره په خپل ځاي خو ډېری د وسلې اخیستونکي بیا وايي: وسله يې ذوق نه، بلکې مجبوري ده. چې ددوی په وینا د همدې مجبورۍ له امله په اوس وخت کې د کوټې ډېری وګړي د کتاب په پرتله وسلې ته زیات اهمیت ورکوي.

XS
SM
MD
LG