د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې بیا ترهګري زیاته شوې



خدای نور ناصر - مشال راډيو

د کوټې په شمول په ځينو نورو سیمو کې بیا هم پولیس خبر ورکوي، چې د ترهګرۍ په پېښو کې په خاصه توګه په فرقه ایزه پېښو کې زیاتوالی شوی. ددې صوبې په بولان او سیوۍ سیمو کې د شنبې او يکشنبې په منځنۍ شپه نامالومه وسله والو پر څلورو بېل بېل بسونو ډزي کړې، چې په کې لس تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه ټپيان یې کړي.

له دې سره د یکشنبې په غرمه بیا د کوټې په سپيني سړک وسله والو په هغه يوه موټر ډزي وکړې، چې په کې د هزاره قبیلې پنځه وګړي سپاره وو، او پنځه واړه ووژل شول. د ترهګرۍ دا پېښي په داسې وخت کېږي، چې په همدې ورځو په بلوچستان کې د ملیشه ځواکونو له خوا په خپرې شوې يوې خبرپاڼه کې د کوټې ښار او صوبې پر پیاوړي امنیت ټینګار شوی، او د امنیت وضع يې تر نور کله ښه بللې. د هزاره قبیلې وګړي چې د ترهګرۍ په دې پېښو کې تر ټولو زیات متاثره شوي، د همدې قبیلې يوه میرمن د خپل کړېدلي ژوند کیسه کوي.

؛ ژوند مو خراب دی، خانه مو خرابه ده، اولادونه مو ټوله په خوارۍ پسې په دښتو ګرځي. زما د سر په دوښمن دي خدای داسې حالات نه راولي. در په دره او خاک په سر يو. کاشکې چې موږ پيدا شوي نه وای.

د هزاره قبیلې همدا يواځينۍ میرمن نه ده، چې ددې په وینا ژوند يې اوښکې اوښکې دی، بلکې هره میرمن يې همداسې خبرې کوي. يوه بله میرمن چې شاوخوا يوه میاشت وړاندې يې مشر زوی په هدفي وژنه کې وژل شوی، مشال راډيو ته وویل.

؛ له موږ غریبانو سره دي مرسته وشي، د خدای بندګان دې موږ ته امن راکړي. موږ له حکومته همدا غوښتنه کوو، چې د امنیت وضع دي ښه شي. ځکه چې موږ د مسلمانانو په ښار او هیواد کې اوسو؛

بلي خواته د ناامنۍ دي اوسنیو پېښو ته په پام سره د دې صوبې وزیراعلی نواب اسلم رئیساني ټولو امنيتي څانګو ته امر کړی، چې په ټوله صوبه کې دې د هغو کسانو پرضد عملیات وشي، چې په همدې ناامنیو کې لاس لري.

XS
SM
MD
LG