د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ په افغانستان کې تل پاتې امن راوستلای شو


په افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر جنرال جان الن
په افغانستان کې د نېټو ځواکونو مشر جنرال جان الن





امریکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په افغانستان کې د نېټو ځواکونو د مشر جنرال جان الن یوه لیکلي مقاله خپره کړېده ده. په دې مقاله کې جنرال جان الن پر دې بحث کړی دی چې څنګه په افغانستان کې د تل پاتې سولې او پرمختګ هدفونه ترلاسه کېدای شي. نوموړي د مقالې په یوه برخه کې ویلي چې دوی په هیڅ قېمت په دې هیواد کې اېستلي زیار نه ضایع کوي.

امریکايي جنرال جان الن د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې دوی هغه څه تر لاسه کولای شي څه چې دوی مخې ته ایښې وو ، یانې القاعده ته ماتې ورکول او د دې مخه نیول چې هغوی بیا په دې هیواد کې پټنځای ونه لري.

د جنرال جان الن په وینا ، د دې هر څه ترلاسه کول پر دې تکیه کوي چې دوی یو داسې افغانستان جوړ کړي چې هغه پر خپلو پښو ولاړ وي.

جان الن لیکلي دي چې زیاتره امریکایانو دا نه دي لیدلي چې افغانان خپل هیواد او هغه امنیت ته څومره ژمن دي چې موږ او دوی په ګډه لاس ته راوړی دی.

د هغه په وینا ، خو ده دا هر څه لیدلي دي او دی په دې اړه ډاډه دی چې که دوی د نړیوالې ټولنې ژمنتیا ورسره یو کړه نو به د افغانستان په شکل کې د نړۍ په هغه برخه کې تل پاتې امن راولي چې د امریکا د ملي امنیت لپاره ډېر مهم دی.

نوموړي لیکلي چې دا اوسنی حالت هسې د یو حادثې په توګه او یا په قسمت نه دی رامنځ ته شوی بلکې د دې تر شا د افغان ځواکونو شمېر او وړتیا ده ، د دې تر شا له افغانستان سره لاس لیک شوي تړونه دي او د دې تر شا له دې هیواد سره د د راتلونکې یوې لسیزې لپاره د نړیوالې ټولنې د کلکې مرستې ژمني دي.

جنرال اېلن زیاته وي چې د دې اوسنیو حالاتو تر شا د هغو افغان ځواکونو قربانۍ دي چې په افغانانو کې یې د ډاډه کېدو یو روښتونی احساس پیدا کړی دی.

هغه د افغان ځواکونو له خوا پر خپلو نړیوالو ملګرو ځواکونو تر سره شوي بریدونه تش په نامه یاد کړي او ویلي یې دي چې په دې کې شک نشته چې داسې هره یوه بېښه یوه حادثه ده او دوی په خفه کیږي.

خو د هغه په وینا د دې دا مانا هم نه ده چې ګواکې داسې پېښې به په افغانستان کې د دوی اېستلي زیار ضایع کړي.

د نوموړي په لیکنه دوی ، نړیوال او افغان مشران بشپړه هڅې کوي چې د داسې پېښو بیا رامنځ ته کېده راټیټه کړي او دوی د خپلو ځواکونو د خوندي کولو لپاره ګامونه هم پورته کړي دي.

جنرال جان الن ویلي چې د افغان عسکرو له خوا پر نړیوالو ځواکونه تر سره شوي بریدونه د هاغو بې حسه بریدونو په مقابل کې هیڅ هم نه دي کوم چې وسله وال د ملا عمر په مشرۍ کې پر عام افغانانو کوي.

جنرال جان الن ویلي چې د ملا عمر لاسونه د عامو افغانانو په وینه سره دي او هسې په منافقانه توګه خپلو وسله والو ته وايي چې پر عام ولس بریدونه مه کوی.

نوموړی زیاتوي چې ملا عمر د خپلو نورو قومندانانو غوندي په پاکستان کې اوسیږي او له هغه ځایه یې په سلګونه ځوانان په افغانستان کې د مرګ خولې ته لېږلي دي.

د نوموړي په لیکنه ، نړیواله ټولنه په کار ده په دې پوه شي چې که دوی د بریالیتوب هیله پرېښوده نو په افغانستان کې ترلاسه شوي هر څه نازک او بیرته له لاسه تلونکې کېدای شي.

جنرال جان الن په پای کې لیکي چې د دوی هدف سم دی، د دوی جذبه څرګنده ده او د دوی قربانۍ بې ځایه نه دي. او دوی پرمختګ کوي.

ژباړه: بوریوال کاکړ

XS
SM
MD
LG