د لاسرسي ځای

تازه خبر

له دوه لکه زیات کسان له شامه وتلي دي


د سوریې اصلې مخالفې ډلې نن له ملګرو ملتونو او عربې اتحاد څخه په ټینګه وغوښتل چې په مرکزې ولایت حمص کې دې د فاجعې مخه ونیسي.

د سوریې ملې شوری غړی ناجې طیره وایي، د حمص اوسیدونکې د رژیم د ځواکونو له خوا له اتیا ورځو څخه د زیاتې مودې راهیسې محاصره دي او دي ولایت ته ټولې تللې لارې تړل شویدي.

حمص ولایت چې د ۲۰۱۱ کال مارچ میاشت کې د جمهور رئیس بشار الاسد پر ضد د پاڅون د پیل مرکز و، په تېرو څو میاشتو کې پکې د حکومتې ځواکونو او یاغیانو تر منځ سختې خونړۍ جګړې شویدي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد نوې استازې احضر ابراهیمې د جمعې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له عمومې منشې بان کیمون سره وکتل.

دا لومړی ځل و چې ابراهمې په دغه ماموریت باندې له ټاکل کیدو وروسته، د ملګرو ملتونو له عمومې منشې سره وکتل .

ابراهیمي وویل، تر ده مخکې د سوریې لپاره د نړیوالې ټولنې استازی کوفي عنان ځکه ناکامه شو چې نړیوالې ټولنې له هغه سره لازمه مرسته ونکړه.

بان کېمون وویل، له ابراهیمي سره د نړیوالې ټولنې ملاتړ شته څو د سوریې د شخړو په هواري کې مرسته وکړي:

“ زه ستاسو په څیر او د دې نړیوالې ټولنې د ټولو غړیو په څیر ډیره ژوره اندیښنه لرم، چې لاهم په سیمه کې جګړه روانه ده. څومره چې دا جګړه اوږدیږي هغومره به ډیر کسان پکې وژل کیږي او ډیر به ځپل کیږي، د همدې لپاره ستاسو ونډه او ستاسو مشري خورا مهمه ده”.

په عین حال کې، د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو اداره یا UNHCR وایي، له دوه لکو ډیر سوریایان اړشوې چې ګاونډیو هیوادو ته کډه شي. دا اداره وایي، دا شمیره د دوي تر مخکنيو اټکلونو ډيره لوړه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG