د لاسرسي ځای

تازه خبر

دسالارزو محاصره ختمه شوه، پوځ هلته ورسیده


د پاکستان په قبایلي سیمه باجوړ کې د سالارزو سیمې خلکو ، د وسله والو طالبانو له خوا ددوی د سیمې محاصره ختمه کړې ده.

سلګونو وسله والو طالبانو ، چې د ځايي خلکو په وینا د پولې پورې غاړې نه را وښتي وو، له تیرې ورځې راهیسې د سالارزو سیمه محاصره کړې وه.

د سالارزو وسیدونکو مشال راډیو ته ویلي چې د طالبانو او د ځايي خلکو ترمنځ د شپې تر ناوخته پورې د ډزو تبادله روانه وه.

یو ځايي مشر ملک عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل چې دپاکستان پوځ سیمې ته رسیدلی او د پلټنې عملیات کوي:
غږ
دځايي روغتون د چارواکو په وینا د وسله والو او ځايي خلکو ترمنځ په شوې جګړه کې ( ) کسان ژوپل شوي دي .

د سالارزو سیمې په اړه ویل کیږي چې ځايي خلکو تر دې ګړۍ په موثره توګه ورکې د طالبانو د نفوذ مخه نیولې ده .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG