د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل شو




د افغانستان تر غزني ولايت وروسته په کندهار کې هم کليوالو خلکو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون پيل کړی دی.

چارواکي وايي د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې د څو کليو اوسېدونکيو د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅون کړی او خپل کلي يې له وسله والو پاک کړي دي.

دوی وايي تر اوسه پورې د وسله والو او کليوالو تر مېنځ کومه نښته نه شوې خو که وشي دوی به د کليوالو ملا وتړي.

د ژړۍ ولسوال نياز محمد سرحدي وايي چې پاڅون د ژېړۍ ولسوالۍ په سنګسار، کولک، سبلغي او سياه چوى کليو کې پيل شوى دى.

دی وايي د وسله والو ځينو کړنو د سيمې خلک سخت په قهر کړي دي او کېدای شي ډېر ژر په نورو سيمو کې هم خلک د وسله والو پر مخ د خپلو کورونو دروازې وتړي.

(( خلک له طالبانو ډېر په عذاب دي په څو کليو کې يې پاڅون کړی او وسله وال يې پسې اخيستې دي. تر اوسه پاڅونوالو له موږه د مرستې غوښتنه نه ده کړې البته که يې وکړي زموږ سرتېري به يې مرسته وکړي ))

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايي چې په ځينو کليو کې يو شمېر وسله والو غوښتل په وچ زور د کليوالو په کورونو کې پاتې شي خو وايي پاڅون کوونکيو ډبولي او په زوره يې له کليو شړلي دي.
دی وايي په هغو سيمو کې چې پاڅون پکې پيل شوی د ملي اردو او ملي پوليسو پوستې شته که چېرې وسله وال پر خلکو بريد وکړي نو دوی به يې مرستې ته ورشي.

د فيصل په خبره تر اوسه پورې پاڅون کوونکيو له دولته د کومې مرستې غوښتنه نه ده کړې .

(( د ژړۍ په څلورو کليو کې دغه پاڅون د کليوالو له خوا پيل شوی دی. نه تر اوسه دوی له دولت څخه مرسته غوښتې او نه هم دولت تر اوسه له دوی سره مرسته کړې ده. شپږ اوو تنه طالبان چې د کليوالو خبره يې نه منله او له کليو څخه نه دي وتلي د سيمې خلکو په لرګو وهلي وو او پسې اخيستې يې وو.))
هڅه مو وکړه تر څو په دې اړه د وسله والو طالبانو نظر هم واخلو خو په بيا بيا هڅو سربېره هم نه ونه توانېدو.

طالبانو تر دې وړاندې په نورو ولايتونو کې د دوی پر ضد را پاڅيدلي کسان اربکيان بللي وو او پر هغوی يې د بريدونه ګواښونه کړي دي.

په ژړې کې په داسې حال کې د سيمې خلک د وسله والو پر ضد پاڅون کوي چې څو شپې وړاندې دغه ولسوالۍ ته څېرمه په پنجوايي ولسوالۍ کې وسله والو يو نوی پوخ شوی سړک اړولی وو .
طالبانو ويلي وو چې د پنجوايي سړک دوی نه دی اړولی.

تر دې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ او ځينو نورو ولايتونو کې هم د وسله والو طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه شوي چې اوس هم دوام لري.

XS
SM
MD
LG