د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي سیمې: ایا تعلیمي نظام یرغمال شوی؟


په لواړګي کې وسله والو دا سکول تباه کړ. تر دې وروسته د سیمې اوسېدونکي د سکول ورانې ودانۍ ته ولاړ دي
په لواړګي کې وسله والو دا سکول تباه کړ. تر دې وروسته د سیمې اوسېدونکي د سکول ورانې ودانۍ ته ولاړ دي

مجید بابر

د راپورونو له مخه د پاکستان په قبایلي سيمو کي تر دا مهال د جينکو او هلکانو څه پينځه سوه سرکاری سکولونه په نښه کړل شوی او ويجاړ کړل شوی دی چې له امله يې د دغو سیمو په لکونو زده کوونکي له جدید تعلیمه بې برخې پاتې شوې دي.


په قبايلي سيمو کي د سرکاری سکولونو تر څنګ د ديني مدرسو هم يو لوي جال خپور دی، او دغو مدرسو کې په لکونو ماشومان زده کړی تر سره کوي.

دا چې په يادو شویو سیمو کې د سرکاري سکولونو په شعوري توګه نښه کولو پر شا په دغو سیمو کې د مېشتو وسله والو دا تګلاره خو نه ده چې تعليمي نظام يرغمال کړي؟ د باچا خان ايجوکيشن ټرست مشر پروفیسر خادم حسین د دې پوښتنې په ځواب کی وايي، په پاکستان کې عمومي تعليمي نصاب هم زده کوونکي د تهذيبونو پر ضد جنګ ته هڅوي، خو په قبايلي سيمو کې وسله وال غواړي چې خپل د خوښې تعليمي نظام راولي نو ځکه په سکولونو بريدونه کوي. او دغه مدرسې په ډاګه د سلفي جهاد تعليمات خپروي.


که څه هم تر دا مهال په قبایلي سيمو کې د ديني مدرسو کره شمېر نه دی مالوم، خو په بېلا بېلو قبایلي سيمو کې مېشت ځايي خلک وايي، د دوی په سيمو کې د ديني مدرسو جوړېدو رفتار ګړندی دی، او د سرکاري سکولونو ويجاړېدو ځايي خلک دې ته راغب کړي دي چې خپل ماشومان ديني مدرسو ته د زده کړو لپاره ولېږدوي.

دا چې په دغو مدرسو کی کوم نصاب ښودل کيږی، آيا د زده کوونکو د جديد تعليم حاصلولو تنده سړوي او که نه؟

د خيبر قبایلي سيمي په لنډی کوتل کي د دارالعلوم اسلاميه مهتمم مولانا عتيق الرحمان د دې پوښتنی په ځواب کي وايي چي زده کونکو ته په مدرسو کي د وفاق المدارس لخوا منظور شوي نصاب ښيي. چي له مخه يي په ړومبو دوو کالو کی د جديدو علومو او بيا اسلامی علوم لکه فقه، د قرآن تفسير او نور اسلامي علوم ښيي.


په پاکستان کې په دينی مدرسو کي رايج تعليمي نصاب کی د بدلونو بحث تر ډيرو مودو پوري تود وو، او د پخواني پوځی مشر جنرل پرويز مشرف په دوره کي دینی مدرسو کي په جديد تعليمی نصاب ډير ټینګار شوي وو، دا چي په قبایلي سيمو کي د ديني مدرسو د تعليمي نصاب په اړه کوم د کره کتني حکومتي نظام شته او که نه؟

د پاکستان په سینيټ کي د تعليمي چارو د قايمه کميتي چيرمين سینيتر عبدالنبي بنګش وايي، چی د اتلسم آیيني ترميم له مخه اوس د تعلیم ټولي چارې د دغه هيواد د صوبايي حکومتونو ذمه واري ده خو د قبایلي سيمو د تعليمي چارو ذمه واري اوس هم د وفاقي حکومت پر غاړه ده، او په یادو شوو سیمو کي په ديني مد رسو کي د تعليمي نصاب په اړه خبرې اترې به د دغه کميټۍ په راتلونکو غونډو کې بحث کېږي.

د امريکايي پوهنتون جان هاپکنز د يو راپور له مخه که په قبایلي سيمو کي د وسله والو لخوا د سرکاری سکولونو په نښه کول دوام ولري او په ديني مدرسو کي جديد نظام تعليم رايج نه وی نو د دغو سيمو ماشومان به د سخت دریځۍ پر لاره روان شي.
XS
SM
MD
LG