د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګاوندي هیوادونه د وسلوالو مرسته کوي:افغان حکومت


افغان حکومت په بهرنیو استخباراتي ادارو تور لګولې چې په امنیتي ځواکونو کې خپل کسان دننه کوي، چې له وجې یې د افغان سرتېرو لخوا په نېټو ځواکونو بریدونو کې زیاتوالې راغلی دې.

د امریکا ولسمشر باراک اوباما او اعلي پوځي چارواکو د افغان ځواکونو په مینځ کې د بهرني پوځیانو په وژل کیدو اندیښنې څرګندې کړي، په دا ډول وژنو کې په تېرو دوه هفتو کې ۱۰ بهرني پوځیان وژل شوي، چې زیاتره یې امریکایان دي.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ویاند اېمل فیضي ویلي د ګاونډي هېوادونو پشمول استخباراتي ادارې په دا ډول زیاتره وژنو کې لاس لري خو نوموړي دکوم هېواد نوم نه دې ښودلې.
اېمل فیضي دا څرګندونې د هېواد د ملي امنیتي شورا سره د ولسمشر کرزي د ملاقات وروسته کړي دي.

په تېرو وختونو کې کابل د پاکستان او ایران په استخباراتي ادارو تورونه لګولي دي چې د هېواد بې ثباته کولو لپاره یې د یاغیانو سره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG