د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:سږنۍ اختر ډیرې خوشالۍ لري



خبریال/ نجیب الله الوخیل

په خوست کې سږنۍ اختر له امن ډک دی ،خلک د اختر مبارکیو لپاره دخپلو ملګرو او دوستانو کورونو ته ورځي ،په ځینو ځایونو کې ګڼ خلک په میله ځایونو کې لیدل کیږي او خلک یو ډول دخوشالۍ او امیدوارۍ احساس کوي. هغه څه ،چې د اختر په دې ورځو کې دکتونکو پام ځانته راګرځوي دلیرو او اطرافي سیمو څخه ښار ته دسلګونو ځوانانو راتګ دی، چې بیا له ښاره بیلابیلو سیمو کې میله ځایونو او زیارتونو ته ځي.

دسږني کوچني اختر په اړه دوتنو مشال راډیو ته وویل:(( زه صاحب ګل فرهاد یم ،سږنۍ اختر ډیر زبردست وو ،دامن ډک وو ،خلک عیدګاوو او هدیرو ته ولاړل، خپلو مړو ته يې دعاګانې وکړې، دخپلو دوستانو کورونو ته د اختر مبارکۍ لپاره ورغلل ، موږ ته له پلرونو او نیکونو ښه رواجونه راپاتې دي.))

دکرامت خان خپلواک په نوم دخوست ښار یو بل تن اوسیدونکی بیا وايي،چې تر اوسه هم په اخترونو کې هغه خوند نشته ،چې پخوا به موجود وو ،دهګیو جنګول چې د اختر ځانته خوند وو ،تر اوسه په هغه درز کې نشته ،نیزې به وې ،میلې به وې ،چکرې به وې خو زه اوس دا څه ډیر نه وینم.
هغه څه ،چې پدې وروستیو کلونو کې يې اخترونه بې خونده کړي، هغه د ناامنۍ له کبله دخلکو په منځ کې یو ډول ویره او ذهني فشارونه دي، چې هرکس د ځان دخوندیتوب په هیله چندانې تاریخيٍ او مذهبي مراسمو لمانځنې ته زړه نه ښه کوي. دنورو کلونو دلمانځنو برعکس په سږني اختر کې په ښار او اطرافو کې په خلکو او ځوانانو کې جوش او خروش پیدا شوی او په نسبي امن ډاډمن شوي دي. عبدالولي واحدزی ډاډمن امنیت ددې اختر ځانګړنه بولي او زیاتوي،چې خلک په ازادنه توګه کولای شي په هرځای کې دخپلو دوستانو او ملګرو کورونو ته ورشي له همدې کبله دهغو دوستانو عیدمبارکۍ ته ورغلو ،چې دا ډیره موده مو نه وو لیدلي ،د اختر دا شیبې ډیرې خوږې دي او له خپلو دوستانو او ملګرو سره ګډ ماښامونه او ګډې غرمې کوو.

فلمي اداکار رحمت الله خوستي مشال راډیو سره په خبرو کې دسږني اختر له لمانځنې خوښ وو او ویل يې،چې نه یوازې ددې اختر ګڼه ګوڼه زیاته ده او خلک اختر په خوشالیو سره لمانځي بلکې ترڅنګ يې یو ځل بیا په میله ځایونو کې اتڼونه او میلې همدارنګه یو شمیر دودیزې لوبې پیل شویدي.
ښاغلی خوستی زیاتوي،چې له ولسوالیو څخه جوپې ،جوپې او په موټرونوکې خلک ښار ته راځي، دوی د اختر لمونځونه وکړل او یو بل ته یې غیږې ورکړې،بیا خپلو دوستانو کورونو ته ورغلل او ورځي ،ځکه دلته داسې رواج دی ،چې یو کور ډوډۍ پخوي او نورکلیوال يې کورته ورځي ،داختر په لومړی ورځ دلته غټې وريجې ،کورت او زیړ غوړي وي ، په ډیرو کلیو او بانډو کې میلې وې ،اتڼونه وو او دهګیو جنګول هم ډیر وو.

یاده دې وي ،چې په وروستیو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی ،چې د اختر دلمانځنې لپاره مخکې له مخکې یوشمیر فرهنګي برنامې ترسره شوې او اوس یو شمیر بنسټونه پدې فکر کوي ،چې داختر دلمانځنې په تعقیب به یو شمیر میلې، هنري برنامې او دموسیقۍ محفلونه جوړوي او په هغه کې به دخوست په زرګونو خلک برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG