د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د روزې میاشت کې پر افغانانو ډېر ظلمونه وشول"





افغان ولسمشر حامد کرزی وایي چې د افغانستان پرخلکو د روژې په مبارکه میاشت کې د اسلام او طالب له نومه په ګټې اخیستنې ډیر ظلمونه وشول.

ولسمشر کرزي نن د کوچني اختر له لمانځه وروسته خبریالانو ته په لنډه وینا کې هغو حملو او چاودنو ته اشاره وکړه چې په دې وروستیو کې یې لسګونه ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

افغان ولسمشر وویل چې د دغو پيښو عاملینو دغه حملې له خدای سره د دښمنۍ په خاطر کړي دي.

افغان ولسمشر حامد کرزي یوځل بیا د حکومت له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې له ظلمونو او وینې تویونې څخه لاس واخلي.

ولسمشر حامد کرزي پرون(یکشتنبه) د اګست پر نولسمه نېټه د اختر لمانځه له ادا کولو وروسته د ارګ په جومات کې خبریالانو ته وویل چې د تیرو کلونو په پرتله سږکال د روژې په مبارکه میاشت کې د افغانستان پر خلکو ډیر ظلمونه وشول.

نوموړي د نیمرزو او ځینو نورو ولایتونو حملو ته اشاره وکړه چې د اختر په بهیر کې لسګونه ملکیان په کې ووژل شول.

ولسمشر زیاته کړه چې ددې پیښو عاملین باید پوه شي چې اخرت یې له لاسه ورکړی او په دې دنیا کې به یې هم خلک دغه ظلمونه له یاده ونه باسي.

ولسمشر له طالبانو او ددوی له مشرانو وغوښتل چې که په وروستېو حملو کې لاس نه لري نو دغه موضوع دې روښانه کړي.

ولسمشر وویل:

«یوځل بیا پرطالبانو او د طالبانو پرمشرانو غږ کوم چې د افغانستان پرخلکو ستاسي په نوم ظلم وشو که تاسې دغه ظلمونه کړي وي، موږ هیڅ نه وایو، خپله د افغانستان خلک به یوه ورځ حساب ورکوي، او که تاسې نه یې، او دغه ظلمونه ستاسو په نامه کیږي نو د یوه افغان او مسلمان په توګه خپل غږ پورته کړی، ووایي چې موږ داظلم نه دی کړی، ووایی چې موږ له خدای اود خدای له مخلوق سره
د ښمني نه ده کړې، د افغانستان له خلکو بښنه وغواړی او حقیقت ووایی.»

ولسمشر کرزي په داسې حال کې له طالبانو غوښتنه کوي چې پرافغانانو ظلمونه و دروي چې د طالبانو مشر ملا محمد عمرد خپل اختریز پیغام په یوه برخه کې په طالبانو غږ کړی چې د عملیاتو پرمهال د ملکي کسانو ژوند ته ډیر پام وکړي.

د ملګرو ملتونو یو وروستی راپور ښیي چې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۳۰۹۹ ملکیان وژل شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې دغه مرګ ژوبله ترډيره د وسله والو مخالفینو له خوا رامنځ ته شوې ده.

اسدالله لودین کابل

XS
SM
MD
LG