د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې چاودنه یو مړ ۱۲ ژوبل


د پاکستان په کراچۍ کې د یوې بمي چاودنې په پېښه کې یو کس وژل شوی او شا و خوا ۱۲ نور ژوبل شوي دي.


پرون په یوه بس کې شیعه مسلمانان روان ول چې د بمي چاودنې ښکار شول. په بس کې شا و خوا ۴۰ شیعه زده کوونکي ناست ول او دا بس د کالني اسراییل ضد لاریون له پاره روان وو.

د پنجشنبې پر ورځ، د پاکستان په شمال کې له ګلګت سره نږدې وسله والو له یوه بسه شیعه مسلمانان کوز کړل او و یې وژل.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دې پېښې په سختۍ غندنه کړې وه. په پاکستان کې د بشري حقونو ډلې وايي، په کراچۍ کې په تاو تریخوالي کې روان کال شا و خوا ۱۱۰۰ کسان وژل شوي دي. دا تاو تریخوالی نسلي، فرقه ییز او سیاسي بڼې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG