د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عوامي نېشنل پارټۍ بشیر جان له بمي بریده روغ واوت


په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر بشیر جان
په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر بشیر جان




د پاکستان په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پر یوه ځايي مشر بشیر جان وژونکې حمله شوې ده چې دی ترې روغ وتلی دی.

د حملې په اړه بشیر جان مشال راډیو ته تفصیل ورکړ.

(( په دې برید کې زموږ شپږ ملګري ټپیان شول، پر موږ اول یو ښخ شوی بم وچاودېدلی، بیا وروسته پر موږ د یوه لاسي بم برید وشو. ډزې وشوې چې تر څلورو پنځو منټو پورې جاري وې.))

که څه هم د حملې پړه د پاکستان طالبانو تحریک منلې ده خو عوامي نیشنل ګوند وايي دا لا نه ده مالومه چې دا حمله چا کړې ده.

څو ورځې وړاندې هم په کراچۍ کې د عوامي نېشنل پارټۍ پر غړیو په برید کې ددغه ګوند څلور تنه ووژل شول.

په کراچۍ کې اکثر هدفي وژنې کېږي چې کله ژبنۍ، کله سیاسي او کله هم فرقه ییزه بڼه لري.

XS
SM
MD
LG