د لاسرسي ځای

تازه خبر

قازقستان: د ځانګړو عملیاتو پر وخت نهه کسان وژل شوي


په قازقستان کې چارواکو ویلي، د جمعې پر سهار وختي یې په یوه کلي کې د ځانګړو عملیاتو پر وخت نهه کسان وژلي دي.

چارواکو دا کسان ترهګر بللي دي. پېښه له کاروباري ښار الماتي ۱۵ کیلومیټره لرې په جنوب کې لویدیځ کې شوې ده. د عمومي څارنوال دفتر یوه ویاند نور دولت سویندي کوف ویلي، په تن نومي کلي کې دا نهه کسان هغه مهال ووژل شول چې یې پر امنیتي سرتېرو ډزې وکړې.

امنیتي سرتېرو غوښتل دوی ونیسي. نوموړي وویل، په دې نښته کې ملکي وګړو ته زیان نه دی رسېدلی. هغه دا هم وویل چې دا نهه مشکوک کسان په دې وروستیو کې په یوه ملي پارک کې د ۱۱ کسانو په وژنه کې نه ول ککړ.

ویاند زیاته کړه چې وژل شوي کسانو البته د جولای میاشتې د یولسمې له هغو کسانو سره تړاو درلود چې په تاوسمالي نومي کلي کې یې یو بم جواړاوه او چاودنه وشوه. د دې پېښې رپورټ پخوا نه وو ورکړل شوی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG