د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مېټیس له پاکستاني پوځي چارواکو سره ولیدل


د امريکا سنټرل کمانډ مشر جنرل جېمز مېټیس او د پاکستاني پوځ سرلښکر اشفاق پرويز کياني
د امريکا سنټرل کمانډ مشر جنرل جېمز مېټیس او د پاکستاني پوځ سرلښکر اشفاق پرويز کياني




د امریکا او پاکستان لوړ پوړو پوځي چارراکو پر پاک افغان پولو د اړيکي ښه کولو، تره ګرۍ ضد جنګ او مرستو او په خپلمنځيو ګټو خبرې اترې کړې دي.

په اسلام آباد کې د امريکا سفارتخانې لخوا جاري شوې خبرپاڼه وايي، چې د امريکا سنټرل کمانډ مشر جنرل جېمز مېټیس په پنډۍ کې د پاکستاني پوځ سرلښکر اشفاق پرويز کياني په ګډون له نورو پوځي چارواکو سره ولیدل.

د خبرپاڼې له مخې جنرل جېمز مېټیس د تره ګرۍ خلاف روان جنګ کې د پاکستاني پوځ کرداراوستایلو او زياته يي کړه چې په دې جنګ کې پنځه زره پاکستاني پوځيانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې له مشال راډيو سره په خبرو کې د دغه ملاقات پخلی کړی دی خو له نور تفصيل ورکولو يي ډډه وکړه.

د امریکايي او پاکستاني لوړپوړو پوځي چارواکو د ملاقات په اړه د دفاعي چارو کارپوه برېګېډییېر محمود شاه له مشال راډيو سره ددغه لیده کاته په باب هیله من نه ښکاري. دده په خبره چې امریکا دغسې لیدنې د پاکستان پر ضد د پروپېګنډې په توګه کاروي. چې بیا وروسته د دواړو ملکونو ترمنځ بداعتمادي لا پسې زياته شي.

خو د خارجه چارو کارپوه او د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو مطالعې څانګې مشر ډاکټر اعجاز خټک بیا له دې خبرې سره اتفاق نه کوي چې ګني له ملاقاتونو سره اعتماد کمېږي. بلکې په لیدو کتو سره پر يو بل اعتماد زياتېږي او بدګمانۍ ختمېږي.

د اعجاز خټک په خبره دا وخت په پاکستان کې له امریکا سره په تعلقاتو ژور بحث روان دی او پاکستان نه شي کولای چې دوه مخيزه پاليسي جاري وساتي بلکې اوس به یو تګلاره خپلوي او په دې فیصله کولو کې به ډېر وخت ونه لګېږي.

د يادونې ده چې د امريکا سنټرل کمانډ مشر د زيارت په ماسخوتن پاکستان ته رسېدلی وو او د اړوندو چارواکو سره د لېدو کتو وروسته ستون شوی دی.
رياض موسه خېل
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG