د لاسرسي ځای

تازه خبر

په منهاس هوايي اډه کې اټومي توکي پراته دي





د امريکا ورځپاڼه نيويارک ټائمز وايې د پنجاب په اټک ضلع کې د هوايې ځواکونو په کامره پوځي اډه کې فکر کيږي، د پاکستان د ايټمی وسلو ځيني برخي پرتې دي. د رپورټ په وينا د يوې اندازي له مخي هلته لږ تر لږه سل سر ګوللې ځای پر ځای کړل شوي دي.


د نيويارک ټائمز په خبره پر دې پوځ اډه دوه ځله نور هم بريد شوی دی. په دوه زره اووم کال کې يو ځانمرګې بريد کوونکي د اډې په داخلي دروازه کې ځان الوزولی وو او په دوه زره اتم کال کې هم اورپکو په اډه باندي راکټونه غورزولي وو.

رپورټ پر مخ وايې پر کامره پوځي اډه په داسي حال کې بريد کيږي چې داسي ګنګوسې خورې دي، د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د عملياتو تياری کوي.

نيويارک ټائمز د پاکستان د انګريزي ورځپاڼي دي ايکسپريس ټريبيون د رپورټ حواله ورکوي.

دي ايکسپریس ټريبيون دوې ورځي وړاندي د جاسوي ادارو د چارواکو له خولې ويلي وو ، پاکستاني طالبان تر وړوکي اختر له مخه له لاهور سره نږدې د هوايې ځواکونو پر يوه اډه د بريد منصوبه جوړوي.

د ورځپاڼي په وينا د اوسنی بريد کړه وړه په دوه زره يوولسم کال کې د کراچی پر مهران بيس له شوي بريد سره سمون خوري.

XS
SM
MD
LG