د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: خونړي بریدونه ګڼ ولسي افغان مړه وژبل



په افغانستان کې د بمي چاؤدنو لړۍ په لسګونو کسان وژلي او په سلګونو یې ټپیان کړیدي. افغان چارواکي وايي تېره ورځ ناوخته د هېواد د نیمروز ولایت په مرکز زرنج کې ددریو ځانمرګي بریدونو په نتیجه کې لږ تر ۳۶ کسان وژل شوي او له سلو زیات زخميان دي.

د نیمروز والي عبدالکریم براهوي خبري رسنیو ته وویل، د دوی د شمېرو له مخې، په ځان وژونکو حملو او چاودنوکې ۲۱ تنه افغان وګړي او د امنیتی ځواکونو ۱۵سربازان وژل شویدي.

براهوی وایي ، پولیسو په هغو دوو تنو چې غوښتل یی پر ځان پورې تړلې مواد وچوي، ډزې وکړې او هغوي یي ووژل.

والي زیاتوي، چاودنې د زرنج په بازار او د خلکو په ګڼې ګوڼې کې هغه مهال وشوې چې خلک د روژې او اختر د ورځو لپاره په سودا اخیستو مصروف وو.

د نیمرزو د ولایتې شوری مرستیال محمد نادر بلوچ له مشال راډیو سره په خبرو کې دا حملې وغندلې او وایي، په ځان وژونکو حملو او چاودنو کې روژه تیان وژل شویدي:

“د افغانستان د خلکو دښمنان د روژې په مبارکې میاشت کې د خپلو اجنټانو په واسطه دا ډول حملې کوي. دوی زیات شمېر خلک مړه او ټپیان کړل. موږ د سېمې د دښمنانو دا ډول اعمال غندو”.

د نیمرزو ولایت د امنیې قوماندان جنرال محمد موسی رسولې وایي، د دي حملو او چاودنو د قرباینانو شمېر ممکن له دي هم زیات شي.
رسولې تائید کړه چې په حملو کې پولیس هم وژل شویدي.

“دري پولیس مړه او ۱۱ ټپیان دي. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي”.

د نیمروز ولایت د پولیسو یو مامور وایي، د زرنج د سه شنبې د ورځې په حملو کې ۱۴ ځان وژونکو برخه اخیستي وه.

خو د امنیې قوماندانۍ مرستیال محب الله لطیفې د ځان وژونکو شمېر ۱۱ ښودلی دی. دی وایي، ټولو حمله کوونکو ونشو کړاي چې هدف ته ځانونه ورسوي او امنیتي ځواکونو یي مخه ونیوله.

دی زیاتوي، امنیتی ځواکونو د دوشنبې په شپه دوه تنه ځان وژونکې وژلې وو او د سه شنبې په سهار یي د هغوي دري تنه نیولې وو.

د نیمرزو ولایت د عامې روغتیا رئیس نوراحمد شېرزاده وایي، په حملو کې ۱۱۰ کسان ټپیان شویدي.

نمروز چې نسبتاً ارامه ولایت ګڼل کیږي دا پروني بریدونه پکې په روان کال کې په ټول هېواد کې تر ټولو خونړي وو. او په دې ولایت کې د ۲۰۰۱م کال د امریکايي حملې راهیسې تر ټولو بدې پیښې وې


ددي تنظیم شویو حملو په لړ کې د کندز ولایت په دشت ارچې ولسوالۍ کې هم د روژه ماتې په وخت هم یوه قوي چاودنه وشوه او لس کسان پکې ووژل شول.

په راپورونو کې ویل شوې چې دا چاودنه په یوه بایسکل کې د ایښودل شوي بم په واسطه شویده.
امنیتي چارواکي وایي، د دشت آرچې په چاودنې کې پنځه تنه کوچنیان هم وژل شویدي.

امریکا ددې پیښو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او دایې دولس د دښمنانو لخوا د روژې په مقدسه میاشت کې یو ناوړه ګام بللې دې.

بلخوا نن سهاروختي دخوست ښارشمال ختيز ته دصحراباغ په نوم دامريکايي اډې په دروازه کې پرافغان کاريګرو چې د امریکايي پوځیان په اډه کې مزدوري کوي وسلوال بريد شوی چې په کې ترلسو زيات کاريګر ژوبل شوي دي.

دخوست امنيه قوماندان جنرال سردارمحمد ځاځي پيښه تاید کړې او ویلې دي ،چې په صحراباغ کې دامريکايي پوځیانو اډې دروازې ته نږدې په يوه جومات کې په راټولوشويو کاريګر وسلوالو بريد کړی چې په ترڅ کې يې ۱۱ تنه ولسي افغان وګړي ژوبل شوي دي.

سرچينه وايي: دژوبلو کسانو روغتيايي حالت ښه دی او بريدکونکي له سيمې په تيښته بريالي شوي خو په سيمه کې ددوی دموندنې لپاره پلټنې روانې دي.

دخوست دعامې روغتيا ريس ډاکټراميربادشاه رحمتزی منګل هم وايي،چې دوی ته د پيښې له ځايه دوه تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي چې ددواړو ژوبلو کسانو روغتيايي حالت ښه دی.

په افغانستان کې د اوسنیو خونړیو بریدونو په اړه ډېری افغانانو په خپل غبرګون کې وویل چې ددغه بریدونو هدف په افغانانو باندي دروژې د مبارکې میاشتې د ۲۷ مې عبادت ګډوډ کړ او د اختر د ورځو خوښۍ یې د زیات شمېر کورنیو لپاره په ماتم بدلې کړې.

XS
SM
MD
LG