د لاسرسي ځای

تازه خبر

WFP: فنډونه کم دي ښايي پاکستان کې پروژې بندې کړو


Pakistan IDPs
Pakistan IDPs
احمدالله / اسلام اباد

د خوراک نړيوالي اداري ورلډ فوډ پروګرام ويره څرګنده کړيده چې که د نړيوالي ورورولۍ نه ورته نور فنډ ترلاسه نه شو نو پاکستان کې به خپلې ټولې پروژې بندې کړي.

په پاکستان کې د WFP ویاند امجد جمال له مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل چې موجوده وخت کې ورته متاثرينو سره تر روان کال آخره پوري خپلي مرستي جاري ساتلو لپاره د ٧٠ ملينه ډالرو ضرورت دی او دي لړ کې يي نړيوالې ورورولۍ ته د نور فنډ خواست هم کړيدي ،خو لاتر دي دمه ورته نه دي ترلاسه شوي.

دی وايي که دا فنډ ورته په فوري توګه ورنکړې شو نو پاکستان کې به ورته متاثرينو سره خپلې مرستې جاري ساتل ګران شي او دا شان به تري ١٢ لکه خلک متاثره شي،

ورلډ فوډ پروګرام د قبايلي سيمو پشمول په ټول ملک کې دري پروګرامونه شروع کړي وو چې پکې سکول ته تلونکو ماشومانو ته راشن ورکول، دي نه علاوه متاثرينو ته د کار په بدل کې خوراک ورکول او د کار په بدل کې پيسي ورکول شامل دي.

امجد جمال وايي، چې قبایلي سيمو نه علاوه په خيبر پختونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند کې د فنډز د کمې له وجې خپل دا دري واړه پروګرامونه بند کړيدي او که نور فنډ ورته ترلاسه نشو نو قبایلي سيمو کې به هم خپل دا پروګرامونه بند کړي، او دغه شان په جلوزو کيمپ کې ميشت د قبایلي سيمو متاثرينو ته به د روان کال ورسته خوراکې مواد ورکول هم بند کړي.

د جلوزو کيمپ یو مشر نور اکبر آفريدی وايي، که د خوراک نړيوالې اداري WFP ددوی سره خپلې مرستي بندي کړي نو دوی به نورو نړيوالو ادارو سره تماس ونيسي چې دې متاثرينو سره خپلي مرستې جاري وساتې،

نور اکبر آفريدي زياته کړه چې دا وخت په جلوزو کيمپ کې د قبایلي سيمو نه راغلي ١٣ ذره کورنۍ ميشت دي.
XS
SM
MD
LG