د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، افغانستان د زندانیانو تبادلې په اړه خبرې کوي


پاکستان ويلي دي چې له افغانستان سره يې د بندیانو پر تبادله خبرې اترې روانې دي .

دا خبره د پاکستان د بهرنېو چارو د وزارت وياند معظم علي خان پرون د خبري غونډې پر مهال له هغه وروسته وکړه چې ایا پاکستان د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د ملګري ملا برادر د خوشې کولو تيارې کوي؟

معظم علي خان په دې اړه نور وضاحت و نه کړ.

هلته د افغانستان د سولې د عالي شورا غړی اسماعيل قاسم يار وايي ، پاکستان ورسره ژمنه کړېده چې د افغان طالبانو د مشر ملا عمر د يو ملګري ملا برادر پر خوشې کولو به غور وکړي.

قاسم يار زياتوي چې د ملا برادر د خوشي کولو په ګډون د پاکستان لخوا نورې مرستې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په جوړ جاړي کې مهم رول لوبولای شي.
XS
SM
MD
LG