د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې د بجلۍ پر بحران کانفرنس


تربېله ډېم صوابۍ د خیبر پښتونخوا د بجلۍ پيدا کولو تر ټولو غټ بند
تربېله ډېم صوابۍ د خیبر پښتونخوا د بجلۍ پيدا کولو تر ټولو غټ بند




قاسم خان مندوخیل - مشال راډيو

پراګ:- د خيبر پښتنونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند په بلنه د توانايي په بحران ټول ګونديز کانفرنس نن په پيښور کې کيږي.

د صوبایي حکومت چارواکې وايي په صوبه کې د برېښنا نشتوالي مسله کړکيچنه شوېده او په دې قابو موندلو لپاره له ټولو ګوندنو سره خبرې کول غواړي چې حل يې راوباسي.

"پښتونخوا زیاته بجلۍ جوړوي، پنجاب یې زیاته کاروي"

چارواکي زياتوي چې په تول ګونديز کانفرنس کې به د برېښنا د نشتوالي سره سره د صوبې د بجلۍ خالصې ګټې په اړه به له وفاقي حکومت سره خبرې وکړي.


له دې وړاندې د عوامي نېشنل ګوند صوبایي مشر افراسياب خټک ويلي ول، چې د برېښنا د نشتوالي په اړه د دوی حکومت تر اخري حده پورې تللای شي.

بلخوا په خيبر پښتنونخوا کې مخالفو ګوندونو مسلم ليګ نواز، جماعت اسلامي او جمعيت علما‌ء اسلام فضل الرحمان ډلې په کانفرنس کې د ګډون نه کولو اعلان کړی دی.

خیبر پښتونخوا صوبه ۳،۱۳۶ مېګاواټه بجلۍ پیدا کوي که څه هم د واپډا پر ویب سایټ ورکړل شوې شمېره تر دې ډېره ده، د دوی صوبه دا وخت ټول ټال ۲،۸۰۰ مېګاواټه بجلۍ ته ضرورت لري خو دوی ته له قامي پاورګریډ سټېشنونو یوازې ۱،۳۰۰ مېګاواټه ورکول کېږي.

د رېلوې وفاقي وزیر حاجي غلام محمد بلور

په پاکستان کې د برېښنا بحران نه ختمېدونکې بڼه اخیستې ده. د واپډا د ورکړل شویو مالوماتو له مخه دا مهال په ملک کې ۶۵ فیصده بجلۍ په تېلو یا په ترمل پاور جوړېږي. ۳۳ فیصده په اوبو یا هایډل پاور او دغه ډول دوه فیصده جوهري برېښنا جوړېږي.

د پاکستان ۶۲ فیصده بجلۍ یوازې پنجاب صوبه مصروفوي، سیند ۲۰ فیصده، خیبر پښتونخوا ۱۱ فیصده او بلوچستان پینځنیم فیصده بجلۍ استعمالوي. تر ټولو زیاته بجلۍ په کورونو کې استعمالېږي.

خیبر پښتونخوا او د پښتنو قبایلي سیمې دا مهال درې زره اووه سوه شپږڅلوېښت ( ۳۷۴۶ ) مېګا واټه بجلۍ پیدا کوي.


تربېلا بند صوابۍ

۳،۴۷۸مېګا واټه

ورسک بند مومند اېجنسۍ

۲۴۳ مېګا واټه

درګۍ بند

۲۰ مېګا واټه

بنو کورم ګړی

۴ مېګا واټه

چترال

۱ مېګا واټه


د تېر جولایی میاشتې په پای کې د رېلوې وفاقي وزیر حاجي غلام محمد بلور په یوه خبري کنفرانس کې ویلي ول، چې خیبر پښتونخوا صوبه ۳،۱۳۶ مېګاواټه بجلۍ پیدا کوي که څه هم د واپډا پر ویب سایټ ورکړل شوې شمېره تر دې ډېره ده، د دوی صوبه دا وخت ټول ټال ۲،۸۰۰ مېګاواټه بجلۍ ته ضرورت لري خو دوی ته له قامي پاورګریډ سټېشنونو یوازې ۱،۳۰۰ مېګاواټه ورکول کېږي.

دده په خبره چې دا له خیبر پښتونخوا سره زیاتی دی چې بجلۍ د دوی صوبه پيدا کوي او له لوډشېډینګ یا د بجلۍ له کمي سره دې هم دوی مخامخ وي.

وفاقي وزیر دا هم ویلي ول چې دا وخت په ملک کې یوازې ۱۲،۰۰۰ مېګاواټه بجلۍ پيدا کېږي چې ضرورت یې ۱،۸۰۰۰ مېګاواټه دی او کمی یې ۵،۰۰۰ میګاواټه جوړېږي. دده په خبره چې خیبر پښتونخوا په درو کې یوه برخه ونډه جوړېږي او وفاقي حکومت باید د دوی جایزه ونډه ورکړي.


د بجلۍ بحران دومره شدید شوی دی چې د عام ولس ورځنۍ ژوند یې اغېزمن کړی دی، ښايي همدا یوه وجه وي چې د پښتونخوا واکمن عوامي نېشنل ګوند یې یې د یو حل راوېستو لپاره مجبوره کړی وي.

XS
SM
MD
LG