د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي اېتلافي فنډ به پر فاټا ولګېږي که څنګه؟


Prague: Coalation suport fund and FATA.06aug2012
Prague: Coalation suport fund and FATA.06aug2012




فرخنده وزیر مشال راډيو

پراګ:- د امریکا لخوا تیره میاشت پاکستان ته له ایتلافي مرستندویه مالي فنډه یو اعشاریه ۱۲ بیلیون امریکایې ډالره ورکړل شوې، چې له دې سره د پاکستان د پیسو بهرنۍ زیرمه ۱۵ اعشاریه ۸۹ بیلیون امریکايي ډالر( (US$ 15.89 bn ته ورسیده.

د پاکستان د مرکزي بینک ویاند سید وسیم الدین مشال ریدیو ته د دغه پیسو پخلی کړی، دا چې دغه پیسې به د فاټا په پرمختګ ولګیږي، او که نه؟


د پاکستان او امریکا تر منځ په افغانستان کې میشت د نیټو ځواکونو لپاره د رسد معاهده د لاس لیک وروستو امریکا دغه پیسې پاکستان ته ورکړې چې د ترهګرې ضد مبارزې په لړ کې به د متاثره شوو سیمو د بیا رغونې په کارونو لګول کیږي.

دا چې ایا دغه یو اعشاریه ۱۲ بیلیون امریکایې ډالر کې به یو برخه پيسې د فاټا په پرمختګ و لګول شي که څنګه او په قبایلي سیمو کې په کومو ځایونو کې بادا پیسې ولګول شي؟

په ځواب کې د دفاعي چارو کارپوه عایشه صدیقه وایي......(( که په هغه ځایونو پیسې ولګول شي، او هلته سیاسي او قانوني بدلونونه راوستل شي، او فاټا په ملکي نظام کې شامله کړل شي، نو زما په فکر ښه والی به ضرور راځي، ددغې خلکو محرومي به ختمه شي، خو زما په فکر دا وخت د پیسو یوه جګړه روانه ده، څه خو پیسې پوره راغلي هم نه دي، څه پیسې د پاکستان حکومت په یو شمیر خرچو مصرف کړې، څه د پوځ په خرچو کې لاړې، او بیا څه د فاټا د امنیت له وجې ، چې هلته حالات داسې وو، په سمه توګه پیسې ونه لګول شوې))

د وزیرستان، مومندو ، باجوړ او خیبر نه خاص کر په دې تیرو کالونو کې د پوځي عملیاتو له وجې په زرګونو خلکو کډې وکړې ، چې اوس هم په کیمپونو کې د کډوالۍ په ژوند مجبوره دي، د دوی کورونه وران شول، روزګارونه یی له لاسه ورکړل، او حتا د خپلې کورنۍ غړي یې هم په دغه جګړه کې وبایلل، ماشومان یې د سکولونو بهر ژوند کوي، خو تر اوسه نه حکومت او نه پوځ د دوی سره کیناستل، او نه یی د دوی د مسلو په هوارې خبرې وکړې. د باجوړ د زیږۍ طلا محمد وایې ده به ټریکټر چلولو ، خو په پوځي عملیاتو کې ولګید ، څلور کاله یې وشو، او چا یې هم تپوس ونکړ...

طلا محمد وایې د دوی په سیمو کې اوس هم امن نشته او نه پر دې ندی خبر، حالات به کله سیمږي.

په اسلام اباد کې د اقتصادی چارو کاپوه اکرام هوتی وایې، باید حکومت د فاټا د امنیت په ښه کولو تر ټولې زیاتې پیسې لګولې وای، چې له دې سره به نه یواځې د قبایلو په حکومت او پوځ باور پیدا شوی وای ، بلکې په کیمپونو کې میشت کورنۍ به هم خپلو سیمو ته ستنې شوی وای (( باید حکومت اول د فاټا د امنیت مسله حل کړي، او بیا دغلته سړکونه او ورانې شوې ودانۍ جوړې کړي، د پاکستان شپږ لکه پوځ دی ، او شپږ زره وسلوال به وي، خو تر اوسه پوځ ترهګري ختمه نکړه، چې یو مطلب یې دا هم دی ، دوی دا مسله حلول نه غواړي))

د اکرام هوتي په خبره باید حکومت د امریکا لخوا د ایتلافي مالي فنډ په مد کې تر لاسه شوو پیسو زیاتره برخه په هم هغه سیمو او خلکو ولګوي، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د تیرو څه نا څه لسو کالونو راهیسې مخامخ جنګیږي.

XS
SM
MD
LG