د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند: پاکستان مو په هیواد کې سرمايه کاري کولای شي





پاکستان د هندوستان د هغې پرېکړې هر کلې کړی دی چې پکې پاکستاني سرمايه کارانو ته په هندوستان کې د سرمايه کارۍ اجازت ورکړل شوی دی.

د پاکستان د خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼې تر مخه د دې پرېکړې نه به د دواړو ملکونو کاروباري خلکو او سرمايه کارو ته ګټه ورسي او د دې به په ولس ښه اثرات پرېوځي چې ورسره به د دواړو ملکونو تعلقات نور هم ښه شي.

د هندوستان لخوا پاکستانيو سرمايه کارانو ته اجازت ورکولو سره به دغه هېواد ته څه ګټه ورسي؟

د معاشي او اقتصادي چارو د کار پوه او خبريال اکرام هوتي وايي چې پاکستان باندې هسې هم د بهرنۍ سرمايه کارۍ لارې بندې دي نو په داسې حالاتو کې پاکستان ته پکار ده چې د هندوستان ،امرېکا او اسرائيلو په ګډون ټولو ملکونو سره تجارت وکړي چې ګټه به یې ارومرو پاکستان او پاکستاني ولس ته رسي.

خو بل طرفته مشال رېډيو سره په خبرو کې د خېبرپښتونخوا چېمبر اف کامرس پخواني نائب صدر او دپاکستان چېمبر اف کامرس موجوده غړي محمد اسحاق د دې پرېکړې مخالفت وکړو او دا یې په معاشي لحاظ د پاکستان د تباهۍ سازش وګرځولو.

دی وايي چې د بجلۍ او ګېس د کمښت په وجه اکثره کارخانې بندې شوي او سرمايه د بنګله دېش په ګډون نورو ملکونو ته لاړه اوس ېواځې د کپړې، سېمټو او سټيل صنعتونه په پاکستان کې پاتې دي او هغه هم د هندوستان کوشش دی چې خپل ملک ته یې يوسي.

د پاکستان او هند تر منځه وخت په وخت د تره ګرۍ او نا آرامې پېښې هم رامخې ته کېږي چې اثر یې د دواړو ملکونو په تعلقاتو بد اغېز اچوي . په داسې حالاتو کې به سرمايه څومره محفوظه وي په دې اړه راته بيا هم خبريال اکرام هوتي وویل چې کله تاسو يو ملک ته د سرمايه کارۍ اجازت ورکړو يا دې ورسره تجارت شورو کړو نو د دې مطلب داشو چې تاسو جنګ کول نه غواړۍ ، نو دې سره به د پوځ کردار هم محدود شي او ورسره ورسره به تره ګري هم پخپله کمه شي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او هند وستان ترمنځه د ممبۍ پېښو نه روستو تعلقات ډېر خراب شوي وو خو د پاکستان لخوا هندوستان ته د تجارت له پاره د غوره ملک درجه ورکولو روستو د روان کال په شورو کې د هندوستان د تجارت وزير ژمنه کړې وه چې د تعلقاتو ښه کولو او اعتماد سازۍ په غرض به هندوستان ډېر زر پاکستاني سرمايه کارانو ته خپل ملک کې د سرمايې لګولو اجازت ورکړي.

رياض موسه خېل
مشال رېډيو
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG