د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلوزو کیمپ کې د باړې کډوالو ستونځې


په نوښار کې د جلوزو کیمپ
په نوښار کې د جلوزو کیمپ






د خیبر پښتونخوا په جلوزو کډوالو کیمپ کې میشته د باړې بې کوره شوي خلک وايي چې د روژې مبارکه میاشت کې سختې ګرمۍ یې ستونځې نورې سیوا کړې دي. د دوی په خبره نوې خیمې او معیاری خوراک نه ورکول کیږی،او یخې اوبه هم ورته نه ملاویږی.

له مشال راډیو سره په خبرو کې کډوالو وویل چې د روژې د خوراکی توکو پیکج یې هم لاتر دې دمه نه دۍ ورکړل شوۍ،او د روژه ماتی او پیشنیمي په وخت له یو شمیر آسانتیاو بې برخې دي.


د باړې سیمې یو بې کوره شوی تن ولي خان اپریدی وايي، (( خیمې مو زړې شوی او شلیدلې دی،سخته ګرمی ده،او دروژې پیکج هم چا را نه کړ، کوم راشن چې راته ملاویږی هغه د خوړلو نه دی.))

د باړې سیمې یو بل بې کوره شوۍ تن شکیل اپریدی وايي (( د روژه ماتي او پیشنیمي درک مو نه لګېږي،یخې اوبه نشته،موږ هره ورځ ډیر په سخته باندې د شپیتو نه تر اتیا روپو پورې واوره اخلو خو په دې مو هم ګزاره نه کیږی))

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې نه د بې کوره شویو خلکو د ستونځو په اړه مو چې کله د قدرتی آفتونو د نظم صوبايي ادارې (پی ډي ایم اې) د جلوزو کیمپ انچارج نور اکبر سره رابطه وکړه نو دوی وویل چې(( موږ ورته پوره او سم خوراک ورکوو،او مخکې به دوی خیمې نه غوښتې او د کیمپ نه بهر به اوسیدل خو اوس مو چې ورته بجلی او پکی ورکړل نو یې د خیمو غوښتنه شروع کړي ده،موږ به ورته نوې خیمې ورکړو،))

نوموړی زیاته کړه چې(( دا وخت پورې مو ورته د یخو اوبو له پاره په دې کیمپ کې په بجلۍ چلیدونکی شپیته واټر کولر لګولې دي،او په دې نزدو ورځو کې به ورته د (ایف ډي ایم اې) له خوا هم شپیته واټر کولرې ولګول شي،او د روژي د خوراک پیکج به هم زر ورکړل شي.))

که د جلوزو کډوالو ادعا سمې وي او یا نه خو په دومره سخته ګرمي کې د پښتونخوا د دنګو دنګو سړوغرونو اوسېدونکي په وړووړو تنګو کیږدیو کې څنګه ژوند وکړي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د تیرو دریو کالونو راهیسې د لشکراسلام وسلوالې ډلې په ضد پوځی عملیات روان دي، او په دې سیمه کې لاهم زیاتره بازارونه،سکولونه،او روغتونونه تړلی پراته دي.

فرهاد شینواری خیبر اېجنسۍ

XS
SM
MD
LG