د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د ترهګرۍ ضد مبارزه هڅول به مو لومړنۍ دنده وي"


په پاکستان او افغانستان کې د امریکايي ولسمشر براک اوباما لخوا نومول شویو سفیران رچرډ اولسن او جېمز کنینګم
په پاکستان او افغانستان کې د امریکايي ولسمشر براک اوباما لخوا نومول شویو سفیران رچرډ اولسن او جېمز کنینګم





په پاکستان او افغانستان کې د امریکايي ولسمشر براک اوباما لخوا نومول شویو سفیرانو ژمنه کړې، که یې ګمارنه کره شي نو له دغه دواړو هیوادونو سره به د ډيپلومټیکي اړیکو د پراختیا او د ترهګري ضد مبارزې همکاري لاښه کوي.

ریچرډ اولسن چې د پاکستان لپاره به د امریکا راتلونکی سفیر وی ، د خپل هېواد د سینټ د بهرینو اړیکو کمیټې ته وویل د هغه لومړۍ دنده به دا وي چې اسلام اباد دحقاني وسله والې ډلې د وهلو لپاره وهڅوي.

(( زما د کارونو لومړی هدف او له پاکستانیانو سره زما ډپلوماټيکي راشه درشه به دا وي چې د حقاني ډلې خلاف د لا اقداماتو کولو لپاره یې وهڅوم، چې حقاني ډله لاپسې محدوده کړي.))


اولسن له دې وړاندې په متحده عرب اماراتو او کابل کې د امریکا سفیر پاته شوی وو.

امریکايي څېړونکي وايي په پاکستاني پوځ استخباراتي اداره کې یې ځینې کړۍ له حقاني ډلې سره لاس لري چې موخه یې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو وروسته په دغه هیواد کې خپل اثر او نفوذ ساتل دي.

کانګرس په دا وروستیو کې د اوباما پر ادارې زور رواړی وو چې حقاني ډله دې د ترهګرو په فهرست کې واچوي.

ولسمشر اوباما افغانستان ته نوی سفیر جېمز کنینګم نومولی چې اوس په کابل کې د امریکا مرستیال سفیر دی. نوموړي ژمنه وکړه، دا چې واشنګټن له افغانستانه د ۲۰۱۴ م کال تر پایه له مهال وېش سره سم د خپلو عسکرو د وتلو پلان لري، دده هڅې به په دغه هیواد کې ثبات او استحکام ته وده ورکول وي.

((ستراتیژیکي ملګرتیا او په شیکاګو او ټوکیو کې د ناټو بریالیو سرمشریزو افغان ولس او سیمې ته څرګند پیغام ورکړ چې نړیواله ټولنه او امریکا به په راتلونکو کلونو کې هم د افغانستان ملاتړ جاري ساتي. که مې ګمارنه کره شي نو ډپلوماټيکي هڅې به مې دا وي چې د یوه داسې افغانستان په جوړولو کې مرسته وکړم چې د سیمې په ثبات کې ونډه ولري، او بیا هیڅکله د امریکا پر وړاندې د نړیوالو ترهګرو یو سرچینه ونه ګرځي.))

دغه نومول شوي سفیران به لومړی د سېنېټ کميټې لخوا تاییدېږي او بیا به د ټول سېنېټ منظوري ورته ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG