د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین لا هم په اولمپیکس کې تر ټولو مخکې دی





بوریوال کاکړ- مشال راډيو

پراګ:- د ۲۰۱۲م کال د اولمپکس لوبې په لندن کې رواني دي. نن د لوبو څلورمه ورځ ده. د پاکستان د هاکي لوبډلې پرون له سپېن سره لوبه وکړه. د پاکستان او سپېن ترمنځ دا لوبه په یوه یوه ګول برابره پاتې شوه.

د اولمپکس په دې لوبو کې د پاکستانۍ ډلې مشر او د خیبر پښتونخوا د لوبو وزیر سیدعقیل شاه مشال راډیو ته وویل ، پاکستان چې د سپېن له تکړه لوبډلې سره څنګه لوبه وکړه ، دی له هغه مطمینه دی.

سید عقیل شاه وویل چې د پاکستان د هاکي لوبډله به خپله دویمه لوبه سبا له ارجنټینا سره کوي.

د افغانستان د سوک وهنې لوبغاړي اجمل فېصل د فرانس له نوردین اوبالي څخه ماتې وخوړه. د افغانستان د اولمپکس ویاند مجیب الله رحماني مشال راډیو ته وویل ، که څه هم اجمل فېصل لوبه وبایلله خو دوی ورڅخه په راتلونکي کې ډېره تمه لري.

د لندن د اولمپکس په لومړیو څلورو ورځو کې چین د اولسو میډالونو په ګتلو سره پر لومړي نمبر دی.

چین چې کوم اولس میډالونه ګټلي دي په هغوی کې نهه د سرو زرو ، پنځه د سپینو زرو او درې د زیړو میډالونه شامل دي.

پر دویم نمبر امریکا ده چې په مجموعي توګه یې اولس میډالونه ګټلي دي خو د سرو زرو د میډالونو شمېر یې د چین په پرتله کم دی. امریکا د سرو زرو پنځه ، د سپینو زرو اووه او د زیړو پنځه میډالونه ترلاسه کړي دي.

او پر دریم نمبر اوس جاپان راغلی دی چې د مجموعي میډالونو شمېر یې یوولس ته رسېدلی دی. جاپان که څه هم د سرو زرو یوازې یو میډال ګتلی دی خو د سپینو زرو یې څلور او د زیړو یې شپږ میډالونه ګټلي دي.

په لندن کې د جولايي له اوویشتمې د اګست تر دولسمې تر سره کېدونکې دا د اولمپکس دېرشمې لوبي دي چې د دوه سوه څلور هیوادونو شاوخوا لس نیم زره لوبغاړي په کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG