د لاسرسي ځای

تازه خبر

تښتوول شوی ډاکټر خوشی شو، خو څنګه؟







خدای نور ناصر - مشال راډيو

کوټه:- سرجن ډاکټر دین محمد بنګلزی د جولای د میاشتې په ۲۲ نېټه د بلوچستان له مستونګ سیمې نامالومه وسله والو تښتوولی وو. چې تر نهه ورځو وروسته د تښتوونکو له لوري بیا یاده سیمه کې خوشی شو.

د یاد ډاکټر تر تښتوونې وروسته د بلوچستان په ټولو سرکاري او شخصي روغتونو کې ډاکټرانو د احتجاج په توګه د کار نه کولو اعلان کړی وو. خو کله چې ډاکټر دین محمد تېره شپه راخوشی شو، نو سمدستي ورسره ددوی دا احتجاج هم ختم او په روغتونو کې کار پېل کړ.

د داکټر دین محمد بنګلزی د دا خوشي کېدو په هکله پروفیسر ډاکټر شبیر لهړي مشال راډيو ته وویل:

؛ د ماښام په وخت کې له مستونګ سره نيژدې د مستونګ چونګۍ په نامه يوه سیمه ده. او هم دلته د ډاکټر دین محمد کور هم دی. هم دلته يې ډاکټر بنګلزی خوشی کړ. چې وروسته بیا د کلي خلکو پېژندلی او کور ته بیولی دی؛

د ډاکټر دین محمد بنګلزی تر تښوونې وروسته د تښتوونکو له لوري لومړی د پنځه کروړه روپیو تاوان غوښتنه شوې وه، چې وروسته يې همدا تاوان تر دېرش لکه پوري را ورسېد. ډاکټر بنګلزی څه ډول خوشی شو. ایا تښتوونکو ته پېسې ورکړل شوې که یا؟ ډاکټر شبیر لهړي يې په ځواب کې وویل:

؛ دوې ورځې وړاندې د بنګلزي قبیلې يوه جرګه شوې وه. چې په کې د یادې قبیلې له مشرانو سره سره د پاکستان میډيکل ایسوسي ایشن څو مشرانو هم ګډون کړی وو. په هغه جرګه کې دې مشرانو وویل: چې موږ تر تښتوونکو پوري رسېدلي يو. يوه یا دوې ورځې موږ ته نوري راکړئ. موږ به په دې کې تاسو ته يوه نتیجه درکړو؛

له دې سره چې د یاد ډاکټر په وینا تښتوول شوی ډاکټر يواځې او يواځې د جرګې د هلو ځلو له امله راخوشی شو. چې دده په وینا د حکومت له خوا هیڅ هم ونه شوو. هلته د ډاکټر دین محمد تر راخوشي کېدو وروسته د ډاکټرانو اتحاديې په ټوله صوبه کې بیرته د کار کولو اعلان وکړ.

XS
SM
MD
LG