د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: اې این پي په ځينو برخو کې فعالییت درولی





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان تر ټولو لوي سوداګریز ښار کراچۍ په پښتون ګڼ میشته سېمو کې عوامي نیشنل ګوند خپلو غړو ته د تنظیمي سرګرمیانو د کمولو او یا هم د ځنډولو ویلي دي ـ دیاد ګوند د سند صوبې د اطلاعاتو سیکرټري پیر ریاض ګل وایي دا ګام یې روستو له هغې پورته کړی دی چې د ښار سهراب ګوټ ،منګوپیر او ځینو نورو سېمو کې ددوی د ګوند عهدیدارانو دوی ته خبر ورکړو چې هغوی ته د تحریک طالبان پاکستان لخوا داسې ګواښونه شوي دي او ورته ویل شوي دي چې د عوامي نینشل ګوند سره دې خپلې اړیکې پرې کړي.

((په کراچۍ ښار کې د عوامي نیشنل ګوند غړي او مشران د تېرو ۴ میاشتو راهسې په ټارګټ (هدف) دي ـ اوس زموږ د سهراب ګوټ ملګرو موږ ته ویلي دي چې هغوي ته ګواښونه ورکول کیږي خو تراوسه موږ یو دفتر هم نه دې تړلې ـ دوی زموږ د پارټۍ هغو ملګرو ته ګواښونه ورکړي دي چې له وزیرستان سره تعلق لري ـ هغوي وایي چې دغه د دوی د سېمې طالبان دي چې دوی ته یې ویلي دي چې په کراچۍ کې دې د ای این پي سرګرمیانې نه ترسره کوي))

د پیر ریاض ګل په خبره په دې ورستیو کې د دوی د ګوند ځینې مشران لکه سعید احمد خان،حینف ایډوکیټ،شیرعلي باچا ،فضل امین او ځینې نور سېمه ایز مشران په داسې طریقه په نښه شوي دي چې د هغې طریقه واردت په کراچۍ کې د روانو هدفي وژنو څخه بدل او د طالبانو کاروایي ته ورته دی ـ

که څه هم پیر ریاض ګل په کراچۍ کې د خپل ګوند د فترونو له تړلو انکار کوي خو د یاد ګوند یوه سیمه ایز عهدیدار د نوم نه ښودلو په شرط مشال ریډیو ته ویلي دي چې د دوی د ګوند د سهراب ګوټ د سېمې د وارډ سره اړونده ټول دفترونه د جمعې د ورځې راپه دې خوا تړل شوي دي ـ دوی له خپلو کورنو او دفترونو د خپل ګوند بیرغونه کوز کړي دي ،د دوی زیاتره سیمه یزه مشرانو او په خاصه توګه هغو کسانو چې د شمالي یا جنوبي وزیریستان استوګن دي او په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړي یا عهدیداران دي هغوی ټولو له تېرو څو ورځو راهسې خپل موبایل ټلیفونونه بند کړي دي او ځانونه یې فی الحال تري تم کړي دي.

بلخوا پولیس چارواکي هم د دې پخلی کوي چې د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرونکې ډله کراچۍ کې خپلې سرګرمیانې پر مخ وړي ـ او د عوامي نیشنل ګوند عهدیدران او غړي په نښه کوي ـ د سي ای ډي پولیسو ایس پي مظهر مشواڼی وایي یادې ډلې د کراچۍ ښار په پښتون ګڼ میشته سېمو کې په دې ورستیو کې د عوامي نیشنل ګوند د غړو ترڅنګ د سي ای ډي پولیسو د سرتیري په نښه کول شورو کړي دي.

(( په دې ورستیو کې دسایټ ،منګوپیر او پیراباد تاڼو په حدودو کې دا یو سلسله شورو شوې ده ،چې د سي ای ډي پولیس او د ای این پي کسان ټارګټ کیږي ـ دا د وزیرستان د طالبانو یو ګروپ دی ـ ۹ یا ۱۰کسان دی ـ دوی په منګوپیر او کنواري کالونۍ کې روپوش دي او دوی وخت وخت دغه کاروایانې کوي ))

دمظهر مشواڼي په خبره ددغې ډلې سره تړلي کسان د سوات ، وزیریستان ،مومندو او نورو قبایلي سیمو خلکو ته د قلنګونو له پاره چیټي لیږي ـ او له هغوی څخه په زور پیسې ټولوي ـ
بلخوا د ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان تراوسه په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند عهدیدارانو او غړو ته د ګواښونو ورکولو د خبرې تاید یا تردید نه دې کړې او نه هم مخکې دغې ډلې په کراچۍ کې د عوامي نیشنل ګوند د کوم عهدیدار د وژلو پړه په غاړه اخیستې ده ـ

XS
SM
MD
LG