د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو د ناټو لخوا د خپلو تشو اډو ورانول وغندل





طالبانو په یوه بیان کې چې د اونۍ په پیل کې یې پر خپله ویب پاڼه خپور کړی، له افغانستانه د نړېوالو ځواکونو وتل یو مثبت اقدام بللی خو دا یادونه یې هم کړې چې د وتلو پرمهال د پوځي اډو او تاسیساتو ویجاړول یو غیرمنطقي کار دی.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په یوه ځانګړې مسئله کې د افغانستان د ملي شورا له غړو او ولسمشر حامد کرزي سره ورته نظر لري.

ناټو او امریکايي ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې سلګونه پوځي تاسیسات جوړ کړل.

د ناټو په مشرۍ ائتلاف دا مهال افغان حکومت ته د یوشمېر دې اډو د سپارلو په اړه له چارواکو سره د خبرو په حال کې دی، خو په پام کې لري چې په 2014 کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو مخکې ډېره برخه دا اډې ویجاړې کړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼې تېره میاشت راپور ورکړ، چې د 57 میلیون ډالرو په ارزښت د دې اډو د ویجاړولو قرارداد یوه امریکايي شرکت ګټلی.

په عراق کې د ورته اډو د له مینځه وړلو چارې هم دې شرکت ته سپارل شوې وې.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان الن وايي چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو له شپږ سوو زیاتې کوچنۍ او لویې اډې شته چې ډېرژر به له مینځه یوړول شي.

ولسمشر حامد کرزي افغان حکومت ته د دې تاسیساتو د سپارلو لپاره د مالیې وزارت په مشرۍ یوه کمیسیون ته دنده سپارلې ده.

د افغان حکومت دریځ دا دی چې د ناټو له پوځي اډو څخه باید افغان ځواکونه کار واخلي.

د ولسمشر مرستیال ویاند سیامک هېروي وویل، دا اډې د افغانستان د پوځي شتمنۍ حیثیت لري او د افغانستان دولت د اقتصادي ستونزو له وجې نشي کولای د نویو پوځي اډو پر جوړولو ډېره پانګه ولګوي.

خو د نړېوالو ځواکونو پوځي چارواکي وایي، چې افغان ځواکونه په تېره په لیرې پرتو سیمو کې د دې پوځي اډو د ادارې وړتیا نه لري.

د ځینو راپورونو له مخې یو شمېر هغه اډې چې د ناټو ځواکونه ورڅخه وتلي، د وسله والو طالبانو له خوا نیول شوي دي.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې غړې کېټ کلارک وايي، طالبان په رښتیا سره ډېر ډاډمن ښکاري چې یا خو دا جګړه دوام نه کوي او یا دا چې دوی بریالي کېږي. کلارک وايي، تاریخي مسئله داده چې کله چې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه وتل نو هغه مهمات، هوايي ځواک او د توپچي تجهیزات چې ورڅخه پاتې شول د مجاهدینو د بېلابېلو ډلو ترمینځ ووېشل شول، او کله چې کمونیستي نظام نسکور شو ، دا ټول امکانات د ملکي وګړو پرضد وکارول شول.

XS
SM
MD
LG