د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه د کور زمکه د پښتوخوا سرکار قبضه کړه





خالد خان پېښور

د خیبر پښتونخوا حکومت په بلال ټاون ایبټ اباد کې هغه زمکه په خپله قبضه کې اخیستېده چې د اسامه بن لادن کور ورباندې آباد وو. د دوی په خبره دا فیصله یې ځکه کړې چې تر اوسه پورې هیچا هم پر دغه لانجمنه زمکه د خپل ملکیت دعوه نه ده کړې.

د ایبټ آباد ضلعي انتظامییې څو ورځې وړاندې په ځايي ورځپاڼو کې په دې باب اشتهارونه چاپ کړي وو چې په بلال ټاون کې دې ددغه شپږ کناله او ۱۳ مرلې جاییداد که هر ځوک خاوند وي نو خپل کاغذونه دې د پښتوخوا حکومت ضلعي انتظامییې ته وړاندې کړي. خو په تېرو ۱۵ ورځو کې هیچا هم دعوه ونه کړه.

اوس چې دغه زمکه سرکاري جاییداد وګرځول شو نو ځايي خلکو له حکومته غوښتنه کړې چې پر دا زمکه دې سکول او یا هم د خیرښېګړې ودانۍ جوړه کړل شي.

د بلال ټاون یو اوسېدونکی محمد الطاف وايي، چې د دوی د علاقې خلک ډېر غریبان دي. دی له حکومته غوښتنه کوي که پر دغه سیمه د انجونو او یا هلکانو لپاره یو ښه سکول جوړ کړل شيو مو د ماشومانو مستقبل به یې ښه شي.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG