خدای نور ناصر ، مشال راډیو
کوټه : په بلوچستان کې ډاکټرانو په سرکاري او شخصي روغتونو کې کاربندیز پېل کړی دی. تر دې وړاندې به دوی یوازې په تېروڅلورو ورځو کې یوازې په سرکاري روغتونو کې کار نه کاوی.
د پاکستان میډیکل ایسوسي ایشن د بلوچستان څانګې مشرانو د دې کاربندیز اعلان د پنجشنبې په مازيګر په يوه خبري غونډه کې د خپل يوه ملګري ډاکټر دین محمد بنګلزی د تښتوونې پر ضد وکړ.
د دې سازمان چارواکو وویل ، تر هغه وخته به په ټوله صوبه کې دا کاربندیز دوام ولري ، تر څو چې ددوی تښتوول شوی ملګری نه وي خوشی شوی.
په دې خبري غونډه کې د پاکستان ميډیکل ایسوسي ایشن مرکزي جنرل سیکرټر مرزا علي مظهر وویل ً په اوسني وخت کې په ټول پاکستان کې تر هره صوبه زیات د بلوچستان د ډاکټرانو ژوند له خطرسره مخامخ دی ً.
د مرزا علي مظهر په وینا ، په بلوچستان کې هره ورځ ډاکټرانو ته اختارونه ورکړل کېږي ، تښتول کېږي ، او وژل کېږي.
مرزا علي مظهر زیاته کړه ً په نور ملک کې هم حالات چندانې ښه نه دي. لېکن که وګورو تر ټولو زیات چې د ډاکټرانو حالات خراب دي. د هغوي ژوند له خطر سره مخامخ دی. په هغه کې سیند او په خاص بیا بلوچستان صوبه ده ، چېري چې ډاکټران بيخي زیات متاثره شوي ديً.
په بلوچستان کې د ډاکټرانو د اتحاديې مشر ډاکټر سلطان ترین چې د دې کاربندیز اعلان يې وکړ ، خبري غونډې ته په خبرو کې وویل ً د ډاکټر دین محمد بنګلزی تښتوونکو د پنځه کروړه پاکستانيو روپیو تاوان غوښتنه کړېده ً.
ډاکټر سلطان ترین زیاته کړه ً له دې څرګندېږي چې ډاکټر دین محمد بنګلزی د پېسو لپاره تښتوول شوی دی ً.
ډاکټر سلطان ترین وویل ً تښتوونکي دومره زړور دي چې له لوکل موبایل نمبر څخه راته ټیلي فون کوي او د پنځه کروړه تاوان غوښتنه کوي. موږ په دې حیران يو چې حکومت څه کوي. ایا هغوي ته دا پته نه لګېږي چې دا ټیلي فون له کومه ځايه کېږي. له دې باوجود هغوي ته لاس نه ور اچويً.
بل پلو د بلوچستان حکومت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې تښتوول شوی ډاکټر ژر تر ژره له تښتوونکو ډلو څخه راخوشی کړي.
سرجن ډاکټر دین محمد بنګلزی څلور ورځې وړاندې د بلوچستان له بلوڅ مېشتې سیمې مستونګ څخه تښتوول شوی وو.
نوموړی لومړی ډاکټر نه دی چې تښتول شوی دی. بلکې تردې وړاندې هم ډېری ډاکټران په بېلا بېلو سیمو کې تښتول شوي او وژل شوي دي.