د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو جنرل سیکتري بان کي مون بوسنیا ته ځي


ټاکل شوې ، د ملګرو ملتونو سيکټري جنرل بان کې مون به په بوسنيا هرزګوينا کې د سر برنيکا د عامې وژني د ځای کتنه کوې. بان کې مون به د ملګرو ملتونو هغه لومړی سيکټری جنرل وي چې ددې ځای دوره کوي.د بوسنيا سرب ځواکونو چې کله په يوولسم جولايې نوولس سوه پنځه نوي کې پر سربرنيکا قبضه وکړه نو دلته يې شاوخوا اته زره مسلمان سړي او هلکان حلال کړل.

د سرب ځواکونو ښار ته ننوتني د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو غير موثروالی ثابت کړی وو.تمه کيږي بان کې مون به د سربرنيکا د پوټو کاري د يادګاري مرکز دوره کوي چرته چې شپږ نيم زره قربانيان ښخ دي. دا له دوم جنګ عظيم وروسته د يورپ تر ټولو يوازينی لوي ظلم بلل کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG