د لاسرسي ځای

تازه خبر

د فاټا پر امنیت اندیښنې لرو: پیښور هایي کورټ


غلام غوث – مشال راډیو


پیښور:ـ پيښور هایي کورټ په قبايلي سيمو کي د امنيت په وضع سخته نا خوښي ښودلې ده، او د پېښور هايي کورټ مشر جج دوست محمد خان د قبايلي سيمو ايډیشنل چيف سيکتر او د امنيت سيکتر ته امر ورکړی چې د دې خبرې وضاحت دې وشي، چې په قبائيلي سيمو کې د پوځ او نورو امنيتي ځواکونو د موجودګۍ باوجود ولې حکومت دغلته عملداري نه لري.

په قبائيلي سيمو کي د امنيت په اړه د پيښور هايي کورټ دا وینا تيره ورځ د پيسکو د درې کارکونکو د تښتونې د کیس د اوریدلو په وخت مخې ته راغلې. دغه کارکونکي د پيښور د بډه بيرې سيمې نه شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې تښتول شوي وو. په دې کیس کې د خيبر ايجنسۍ د پوليټيکل انتظامی له اړخه اقبال دراني وکيل پيش شو، او عدالت ته یي وویل، پوليټيکل انتظاميه د دغه تښتونکو وسلوالو پر ضد څه ګام ځکه نشي پورته کولی، چې دغه وسلوال د خیبر په تیراه کې پټ دي. او دغلته حکومت خپله واکمني نه لري.


اقبال دراني دا هم وویل، پولیټیکل انتظامی د تښتونکو سره خبرې پیل کړي، چې په پیسو اخیستلو یي خوښي ښودلې ده، او زیاتوي وسلوال د دغه کسانو د پریښودلو په بدل کې د خپلو قید ملګرو د خوشې کولو غوښتنه هم کوي.


په پيښور هايي کورټ کي سر کاري وکيل ډپټي اټارني جنرل محمد اقبال مومند مشال ريډيو ته وویل، چې کله تښتول شوې د بریښنا د محکمې د کسانوخپلوانو په عدالت کې کیس داخل کړ، نو مشر جج دا امر کړی وو، چې د فاټا مرستیال سیکټري نه دې په دې لړ کې پوښتنه وشي.
د دغه کیس اوریدنه د اګست تر شپاړسمې نیټې پورې ځنډول شوې ده.

XS
SM
MD
LG