د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د عراق په بغداد کې بریدونه وغندل





امریکا د عراق په پلازمېنه بغداد او د هغه په شاوخوا کې د ډزو او بمي چاودنو هغه مرګونې لړۍ غندلې ده چې تر سلو زیات کسان په کې ووژل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نولېنډ د دوشنبې په ورځ وویل چې داسې تشدد د روژې په میاشت کې په خاسه توګه ځورونکی دی.

( موږ د دې بریدونو په کلکه غندنه کوو چې نن او د اونۍ په پای کې په عراق کې رامنځ ته شو. د بې ګناه خلکو په نښه کول همېشه یو بزدله کار دی. او په خاسه توګه د روژې په پاکه میاشت کې یو غلط عمل دی).

عراقي چارواکو ویلي چې په دیارلس ښارونو کې یوویشت بریدونه تر سره شوي چې تر سلو زیات کسان یې وژلي او شاوخوا دوه سوه نور یې ټپي کړي دي. ویل کیږي چې دا پرونۍ پېښې په دې هیواد کې په روان کال کې په یوه ورځ کې تر ټولو خونړۍ وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG