د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوه افغان پولیسو ته زهر ورکړل شول


د افغانستان د فراح ولایت چارواکي وايي ، په بالا بلوک ولسوالۍ کې د پولیسو د یوې پوستې قومندان اووه تنه پولیسو ته زهرجن مواد ورکړي دي.

د فراه ولایت د والي ویاند عبد الرحمن فراهي وویل ، میرویس نومي دا قومندان له پرونه راهسې له خپلو دیارلس ملګرو سره ورک دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف ویلي د پولیسو دا قومندان له طالبانو سره یو ځای شوی دی.

خو د فراه ولایت چارواکو تر اوسه په رسمی توګه دا موضوع نه ده تائید کړې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG