د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان: ډرون برید ۱۲ مشکوک اورپکي ووژل







په شمالي وزیرستان کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې دولس مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیټکل انتظامې چارواکي وايي چې دا برید بېګا له نهو بجو وروسته د شوال تحصیل په درې نښتر سیمه کې و شو. دا سیمه د مرام شاه په لویدیځ کې اویا کلومیټره لرې د افغانستان له پولې سره نژدې پرته ده.

چارواکي وايي چې بې پیلوټه الوتکو په دې سیمه کې د وسله والو طالبانو یو پټنځای په نښه کړی او شپږ توغندي یې پرې غورځولي دي. دوي وايي چې په دې کور کې دولس وسله وال موجود وو چې ټول وژل شوي دي.

د پاکستان استخباراتي چارواکو هم مشال راډیو ته پخلی کړی چې په برید کې دولس وسله وال وژل شوي دي. دا په شمالي وزیرستان کې په روانه میاشت کې د بې پیلوټه الوتکو دریم برید دی.

بلو پلو د دته خېل تحصیل په لټکه سیمه کې د ځايي خلکو یو موټر د سړک پر غاړه پر ښخ شوي بم ختلی چې له امله یې چاودنه شوې او درې تنه په کې وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې دا پېښه هم بېګا هغه وخت رامنځ ته شوه کله چې دا ځايي خلک په خپل موټر کې د کور پر خوا روان وو.

XS
SM
MD
LG