د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر ایجنسۍ کې روژه کې هم ګرځ بندیز دی



د خیبر ایجنسۍ دباړې سیمې خلک وايي چې د روژې په میاشت کې هم د دوی په سیمه کې ګرځ بندیز دی، او ټولې مهمې لارې یې تړلې پرتې دي،چې له امله یې دوی د یو شمیر ستونزو سره مخ دي.

د باړې يو اوسېدونکي خان کريم اپريدي مشال ريډيو ته ويل چې د روژه ماتی لپاره په اوږدو او سختو لارو باندې خپلو کورنو ته خوراکي توکي راوړي،دوی وایې باید ،په کرفیو کې نرمي راوستل شي او بازارونه دې ورته خلاص کړی شي.

د خيبر ايجنسۍ په باړه کې له ډيرې مودې راهیسې د وسله والو پرضد عمليات روان دي چې له وجې يي په سيمه کې بازارونه تړل شوي او ګرځ بندیز لګیدلی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG